کور / تازه خبرونه / نن دافغانستان دخپلواکي ورځ ده

نن دافغانستان دخپلواکي ورځ ده

نن دوشنبه د( ١٣٩٢) لمريزکال دزمري( ٢٨نېټه او(۲۰۱۳)میلادی کال داګست دمیاشتي (۱۹) نیټه دافغانستان دخپلواکي(۹۴)کليزه ده,چي زموږدهیواددخپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري.له نن نه(٩٤)کلونه مخکې بریتانوي امپراتورۍ مجبوره شوه چي دافغانستان خپلواکي په رسميت سره وپېژني اوامان الله خان پاچا وتوانیدی دکابل په عيدګاه جومات کې افغانستان یوخپلواک اوآزاددولت اعلان کړی.
دبریتانوي امپراتوري داوږدي مودي ښکېلاک نه وروسته دواړوخواوودخبرواتروله لاري دافغانستان دخپلواکۍ لاسونددافغانستان دهغه مهال دبهرنيوچارودوزير«محمودطرزي» اودبرتانوي استازي «داپس »له خوا لاسليک شو.
تردې وروسته امان الله خان پاچادپلازمېنې کابل خلک اوحکومتي کارکونکي دعيدګاه جومات ته راوبلل اودافغانستان دخپلواکۍ زېرى يې پرې وکړ،ددي سره جوخت دبریتانیايي امپراتوري هم دافغانستان خپلواکي په رسميت سره وپېژندله.
دیادولوړده چي،په افغانستان کي دجګړوتردریولسيزومخکې داورځ په افغانستان کي په رنګينو اوشاندارومراسموسره لمانځل کېدله،دخپلواکي دغه ورځ په ټول افغانستان کي دري ورځې رسمي رخصتي وه،ولي عاموخلکودزمري د۲۸نیټي څخه نیولي بیادسنبله ترنهمي نیټي پوري پوره لس ورځي جشنونه اومیلي جوړولي اوپه ټول افغانستان کي دافغانانودخوشالیواحساسات اوننداري دهرچاه له شکل اوبڼې نه له ورایه ښکاریدلي.
مګرپه وروستيوکلونوکې داورځ ډیره کم رنګه،اوترډېره حده دارګ ترماڼۍ اودارګ تر چارواکو پوري محدوده شوې ده.
که څه هم دمګړۍافغانستان په ظاهره توګه خپلواک هیواددی،خوددریولسیزووروسته دبهرنیوځواکونولخواه یرغمل هیواددي،کله دروسیه کله دامریکااوبریتانیااوکله هم دګاونډیوهیوادو(پاکستان اوایران)دلاس وهني ښکاره عامل ګرځیدلی دی.
دپردیوپه لاس وهنه اودافغانانودبي اتفاقيوله کبله دخپل منځیوناوړوکورنیوجګړوزموږ دخلکوخپلواکي اوآزادي دخطرسره مخامخ کړله او دافغان ولس د(۹۴) کلني دوري ټولي بریاوي اوویاړونه له خاوروسره برابر شول.کورني جګړي ترمیلیون زیات افغانان ووژل په میلیونونه یې هجرت ته مجبور ه کړل او په زرګونه نوریې معیوب کړل .ولي دابدمرغه جګړه لاتراوسه پوري په خرپ سره روانه ده اوبیچاره افغانان هره ورځ په سرووینوکي لامبووهي.
دلراوبرویپ پاڼي رهبری کميټه اوټول همکاران دافغانستان دخپلواکي(د۹۴) کالیزي له امله تاسوه درنو پتمنو افغانانوته دزړه له کومي مبارکي وایې اودلوي څښتن تعالي (ج) څخه هیله کوي،چي دابدمرغه جګړه نور زموږپه هیوادکي ژرترژره ودریږي اودآزادي ورځ دیوي ریښتیني ورځي په توګه دافغانانودویاړلي اوځلاندتاریخ کي خپلواکه ورځ وګڼل شي.
دټولوافغانانودیووالې اودجګړي دله منځه وړلوپه هیله
خپلواکي مونیک مرغه .