کور / راپور / دکرښې دواړو خواوو ته په سوله او پخلاينه کې درسنيو اغيز (ورکشاپ)

دکرښې دواړو خواوو ته په سوله او پخلاينه کې درسنيو اغيز (ورکشاپ)

 دکرښې دواړو خواوو ته په سوله او پخلاينه کې درسنيو اغيز ترسرليک لاندې ورکشاپ پېل شو

دميديوتيک افغانستان په نوښت او دالمان هېواد دبهرنيو چارو دوزارت په مالي ملاتړ دافغانستان او قبايلي سيمو ترمنځ دګډې پولې په اوږدو کې دسولې په ټينګښت او پخلاينه کې درسنيو درول داغيزمنتيا په تړاو ددوبنيو زده کړو اوونيز پروګرام رابلل شوی ، چې دهېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کوزې پښتونخوا څخه پکې شاوخوا پنځه ويشت خبريالانو او ژورناليستانو ګډون کړی دی.

دپولې په دواړو غاړوکې ميشت قومونه له يو ډول ستونزو او ننګونو څخه کړيږي او بايده دي، ،چې دپولې په دواړو غاړو کې دامنيت او سولې دټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وشي او په دې برخه کې رسنۍ او ژورناليستانو دټولنې له نورو قشرنو زيات او موثر او اغيزمن رول لوبولی شي، په همدې تړاو ميديوتيک افغانستان  په سوله او پخلاينه کې درسنيو درول په تړاودغه پرورګرام را بللی دی ، چې دپنځو ورځو په اوږدو کې به دچارو دبېلابېلو کارپوهانو او دسولې دفعالينو له لوري ګډونوالو ته معلومات ورکړل شي.و
د ورکشاپ په لومړيو کې د ميديوتيک افغانستان عمومي کوارديناتور حميدالله ځاځي د دوبنيو زده کړو دپروګرامونو په تړاو معلومات  وړاندې کړل، نوموړي وويل، په  دغه پرورګرام کې په مهمو ، حياتي  او ټولنيزو مسايلو خبرې کيږي ،چې رسنۍ کولای شي، که ددغو ستونزو په ختمولو بريالي نشي لږ ترلږه کولای شي ،چې تريوه بريده دغه ستونزې راکمې کړي.

ښاغلي ځاځي وويل ، په تېرو څو کلونو کې ميديوتيک افغانستان د دوبنيو زده کړو ترسرليک لاندې دبېلابېلو مهمو مسايلو په تړاو پروګرامونه جوړ کړي ، چې ترډيره بريده يې موثر ثابت شوي او د رسنيز ډګر کارکونکي مهمو او بنسټيزو مسايلو ته متوجه شوې دي.
دښاغلي ځاځي پروينا، که چيرې رسنۍ وغواړي کولای شي، هم د سولې دټينګښت او يا د تاوتريخوالي دزياتېدو لپاره کار کوي او ددې پرورګرام د جوړېدو اساسي موخه همدا ده ، چې رسنۍ خپلو مسووليتونو متوجه کړي ترڅو دوی دخلکو دعامه پوهاوي ، ټولنيز شعور د ودې لپاره کار وکړي او خلکو ته سوله ييز پيغامونه وليږدوي.

وروسته دکرښې د دواړو خواوو دجغرافيې دپيژندنې په اړه دسيمه ييزو مطالعاتو دمرکز سرسلاکار عبدالرشيد وزيرې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د دوبنيو زده کړو ددغه پرورګرام ګډونوالو ته به له کوزې پښتونخوا دراغليو ميلمنو له لوري هم معلومات وړاندې شي او له پولې اخوا دمدني ټولنې دفعاليتونو ، درسنيو او ژورناليستانو دوضيعت او نورو ننګونو ستونزو په تړاو به معلومات شريک شي.
دجګړې ځانګړتياوې، دکړکېچ دحل لپاره دمدني او ولسي بنسټونو دهڅو ارزونه او تحليل ، دژورناليستانو بې طرفي او ناپيلتوب، د سولې ژورناليزم، دسولې ژورناليزم دمنځګړي په توګه او ګڼ شمېر نورو مسايلو په تړاو به ګډونوالو ته دباتجربه ، مسلکي او په کارپوه اشخاصو له لوري معلومات وړاندې شي.

دميديوتيک افغانستان د دوبنيو زده کړو دا څلورم  پروګرام دی ،چې دکابل ولايت په ښکلې او پرامنه سيمه کې جوړيږي ، ميديوتيک افغانستان دهېواد په پلازمينه کې دجوړېدونکو پروګرامونو ترڅنګ په ټولو زونونو کې دژورناليستانو دظرفيت لوړونې، مسلکي روزنې ، شبکې جوړونې، دمدني  ټولنې دتقويې او د سولې دټينګښت لپاره په سلګونو برنامې او پروګرامونه جوړ کړي ، چې ډير اغيزمن او موثر ثابت شوي دي.