کور / سياسي / د خپلواکۍ د پاڅون مخکښ اتل ….

د خپلواکۍ د پاڅون مخکښ اتل ….

د تاریخ یوه نوې پاڼه
دا حقیقت خو هر څوک منی او هر چا منلی چې د استقلال د بیا لاسته راوړلو لومړی شر‌ط د انګلیس د ګوډاګی امیرحپیب الله خان له منځه وړل وو، ولې له دې نه هیڅوک هم خبر نه دي چې داشرط او دا مخینه چا پوره کړه او هغه ګوډاګی امیر چا وواژه؟

دا پوښتنه ولې تر نن ورځې پورې ګنګه او بې ځوابه پاتې ده چې هغه زړه ور، مبتکر او په آزادۍ مین افغان څوک و چې د یو «ګمنامه سرتیري « په شان له نن څخه ۹۴ کاله پخوا یوه شپه د لغمان د کله ګوش په سیمې کې د ۳ او ۴ بجو ترمنځ یواځې او ځانله په ځانله د پرتو شاهی امنیتی ځواکونو په منځ کې د غشي په څېر شخصاً د امیر حبیب الله خان په خیمه ورخوشې شو او د مرګ چاړه یې له یوې سړیکې او کړيکې سره د ګوډاګي امیر په سینه ورښخه کړه او بیا کټ مټ لکه د Zoro د فیلم اتل له خرپ سره جوخت په ترپ د شاهي خیمې له آډانې څخه ووت، په هغه تور آس سپور شو چې نږدې یې یوې ډډې ته چیرې درولی و او د سترګو په رپ کې د شاهي پوځیانو له منځه په تيښته بریالی شو؟؟؟؟
په دې توګه دغه نومیالي افغان په بې سارې اتلولۍ سره نه یواځې شهزاده امان الله خان د قدرت په ګدۍ کښیناوه، بلکې د امان الله خان ته یې د ا شونتیا
په لاس ورکړه چې په نره سره د استقلال جګړه اعلام کړي !

هو!، افغان ملت تر نن ورځې د خپلواکۍ په ګټلو او »ساتلو » ویاړي ، خو د ډیرې خواشینۍ ځای دی چې دادی د خپلواکۍ ۹۴ -یمه کالیزه لمانځي خو د ځپلواکۍ د ګټلو دغه مخکښ اتل لکه « ګم نام سپاهي» لا اوس هم نه پیژني او د هغه نوم ، ځای او پېژدنه یې ټوله پټه او ګُنګه پاتې ده (!).
ددې حالت یو مهم عامل او «لامل» دادی چې که له یوې خوا نه شهزاده امان الله خان نور په خپل غیور ملت د انګلیسی استعمار غلامي دخپل پلار د واکمنۍ په بڼه زغملای شوه نو له بلې خوا يې د پلار د ژوند انه او واکمنۍ له غځولو سره د خپلواکۍ اعلامول هم امکان نه لاره !

له دریمه پلوه شهزاده د « جوانان افغان» په پټه ټولنه کې هم داسې څوک نشو موندلای چې ددغې لاینحل لانجې د پریکولو ټټر ورته ووهي. نو شهزاده آمان له ډیرې مایوسۍ او ژورې اندېښنې سره مخ شو . یوه ورځ چې شهزاده په چرت او اندېښنه کې ډوب تللی و ناڅاپه پرې د ملکې سرایانظر ونښت او پرې غږ يې وکړ چې ولې ، څنګه اندیښمن ښکارې ؟؟؟؟ د نیزه بازۍ د لوبې له انډیوال پسې خو خفه شوی نه یې ؟؟؟ ده په مینه او یوه ځغلنده مسکا او ټکنۍ جمله ځواب ورکړچې هو…، هو څو میاشتې کیږي چې زما د نیزه بازۍ استاد له ننګرهاره نه دی راغلی( په هغه وخت کې ننګرهار یواځې جلال او ور څیرمه سیمو ته ویل کېده ) . او بیا يې په حیرانتیا سره زیاته کړه : سرایا جان ! هغه ته څه ورپیښ شوي نه وي(!). بیايې له ځانه سره ویل « اخ ، دا خو دې زبردست سړی را په زړه کړ، هر چیرې چې وي پیدا کوم به یي او د زړه اندیښنه به ور سره شریکوم .
داسړی په خپله سیمه کې یو خان و، په زړه ورتیا، ښه ځوانۍ او نیزه بازۍ کې یې ساری نه درلود.د جلال آباد د سرا ج العمارت او کابل په حضوري چمن کې به یې اما ن الله خان ته د نیزه بازۍ لوبه ورزده کوله او د تمرین له پاره به يې مسابقې ورسره کولې.
امان الله خان سمدلاسه د هغه په لټه کې شو او ویې موندله چې د نیزه بازۍ استاد يې نیول شوی او له څو میاشتو راهیسې یې د پلار په زندان کې پروت دی .
البته په مشرقي کې د کابل سیند شمالي غاړې ته له بهسودو څخه نیولې ترلغمان او آن تر سروبي پورې سیمې د شپې له خوا نا امنه او نا آرامه وې.نوموړی د حبیب الله خان د ګوډاګي حکومت له خوا په دې تور نیول شوی او زنداني شوی و
چې ګواکې په دې ناامنیو کې د شپې د شاهنشاه په توګه لاس لري.
خو کله چې شهزاده امان الله د خپل ملګري پته ولګوله نو زندان ته په داسې حال کې ورغی چې انډیوال ته یې په پښو او لاسونو کې زولنې پرتې وې . شهزاده په دوه په دوه کتنه کې داسې ډاډ و رکړ:
زړه تنګ نکړې ، منتظر اوسه، په نږدې راتلونکې کې به له زندانه خوشې شې، کله چې پادشاه لغمان ته د ښکار له پاره لاړ شي زه به د هغوی د ولیعهد په توګه تا له زندانه راو باسم!
همداسې وشول ،یوه شپه یې نوموړی د دشپې له خوا په مخفی توګه ملاقات ته راوغوښت او دخپل زړه راز یې ور سره شریک کړ. ملګری یې هم په دې ډیر خوښ شو چې خپل دوښمن په نخښه کړي، نو په ځواب کې يې ورته وویل، ولې مو پخوا راته نه ویل، تاسو خو هسې د «جوانان افغان» د شیرخورو په تمه وخت له لاسه ورکړی دی . خان د امان الله خان په ټینګار پخه ژمنه وکړه چې دا راز به تر ګوره پورې پټ وساتي ، د هیواد د آزادې له پاره به د شهزاده د پلان د پلي کولو له پاره له سر او مال دریغ ونکړي، ترڅو پادشاهۍ ته د شهزاده امان الله خان درسولو او د استقلال د بیا لاسته راوړلو له پاره لار پرانیزي.

په پای کې شهزاده او خان غیږ په غیږ یو له بل سره خدای پاماني وکړه . خان د سباوون په خړه د خپل کور په لوري د مشرقي لار ونیوله. یوه اونۍ په کور کې تم شو، هره شپه به يې د ماښام ډوډۍ په پای کې خپلې میرمنې ، دوه ماشومانو او یوې کوچنۍ لور ته داسې امر کاوه : لاسونه پورته کړئ او دعا وکړئ چې خدایه امان الله خان باچا کې!»
کله چې خان عملی طرحه جوړه او بشپړ کړه نو دویمه اونۍ د شپې له خوا په خپل آس سپور او د لغمان په لوري رخصت شو او هلته يې د کله ګوش د سیمې شاوخواته ځان ورساوه. داځل یې یو دوربین هم له ځانه سره له کابله
راوړی و ، خو روښانه نشوه چې هغه هم امان الله خان ورکړی و او که پخپله يې
چمتو کړی و ، په هر صورت ده پرې د یو ناڅاپي برید له پاره د کله ګوش په سیمه کې خپل ترصدات پیل کړل. بالاخره يوه شپه چې ترګمۍ اوسخته ‌ط‌وفاني شپه وه، خان په ډیر مهارت، زړه ورتیا ، چټکتیا او آن تهور سره خپل رسالت د عمل په ډګر کې پلی کړ، د انګلیسی استعمارد ګوډاګي امیر، حبیب الله خان ننګین او بیغیرته ژوند ته یې د پای ټکی کیښود او په دې توګه يې خپل ګران او نازولی ملګري شهزاده آمان الله خان د پادشاهۍ په تخت کښیناوه، څو هغه د استقلال جګړه پیل کړي.
خان پخپله د استقلال په جګړه کې برخه اخیستې او د هیواد په ختیزه پوله د جګړې په لومړې لیکه کې جنګېدلی دی، د استقلال له ګټلو وروسته نوموړی په خانۍ کې د متنفظو رقیبانو ن له خوا د مرګ تر بریده پورې له زیاتو ستونزو سره مخ شو، خو د امان الله خان د پادشاهۍ له پاره د مهم حیاتي راز د محرم ساتلو له امله ، څو امان الله خان د خپل پلار د قاتل په توګه رسوا نشي ، نه خان د پادشاه سره اړیکه نیولای شوه او نه هم امان الله خان بیا د خپل اتل ملګری، دوست او استاد نوم په خوله واخیستلای شو .
دا خان آرباب نظام الدین خان کامه وال دی چې ارواښاد ارباب غلام حسین خان او خدای بخښلی ارباب حاجي خلیل موند يي زامن دي. د لمسو او کړوسو څخه يې روغتیاپوهان ډاکتر بریالی خلیل، ډاکتر پسرلی خلیل، ډاکتر ننګیالی خلیل، کمپوترپوه شیرزاد کامه وال او کمپوتر پوه نیکزاد کامه وال د یادونې وړ دي.
د نوموړي خان د لور له خوا په لمسیو او کړ وسیو کې د شهید شاعرامان الله سیلاب ساپي او د الله نور سیلاب ساپي نومونه پیژندل شوې څېرې دي!

ویل کیږي چې د «ګم نام اتل سرتیری» په توګه د خان مقبره حضوري چمن ته څیرمه د سیاسنګ د چاراهی شهید په برخه کې پرته ده ، حکومت او ژورنالستانو ته ښايي چې د استقلال د ورځې د ګلونو ګیډۍ ددغه اتل خان نظام الدین خان په مقبره کیږدي!
د دغه لوی پښتون روح دې ښاد او جنت فردوس دې په برخه وي!
Tolafghan