د آزادۍ مبارکی چاته ووایم؟ ؟ ؟

د لراوبر اداره | اگست 18th, 2013


د زمری ۲۸ مه د ننګونو، ویاړونو ورځ ده خو مونږ لپاره نه بلکې د اتلانو پادشاه غازی امان الله لپاره، د میوندی ملالې لپاره، د غازیانو د سر لښکر ایوب خان لپاره ، د غیرتونو سمبول شهید غازی وزیر محمد اکبر خان لپاره، د هغو شهیدانو لپاره چی د دین او وطن په ننګ یې سرونه ورکړل،….

هو د اتلولیو پلرونو دا ورځ یواځې ستاسو ورځ ده ستاسې دا بچی ډیر بې غیرته دی، دوی د خپلې ګټې لپاره د ملالۍ ټیکری خرڅ کړی، دوی د ایوب خان پګړۍ د پښو نه لاندې کړې د اکبر خان توره يې پرنګی ته ډالۍ کړې په غازی امان الله يې د کافر لقب ایښی دوی ستاسی بچی ستاسی په شان نه دی دا اوس ډیر سپین سترګی دی تاسې دوی ته په قربانیو آزادی وګټله خودوی دا آزادی په کلدارو تومنو او ډالرو خرڅه کړه ستا په ویاړلی مور آفغانستان یې د شادی پیښې وکړې ، خپل ورونه یې په دار وخیژول، په کونډو رنډو یې کورونه ور وران کړل، ماشومان یې په زانګو ګانو کې له تیغه تیر کړل، ستا ‎‎‎جوړ مکتبونه،روغتونونه، سړکونه، باغونه، او ان د لوی سبحان پادشاه (ج) جوماتونه یې په بمونوو الوزول،دوی اوس سر تیری دی، ځانمرګی دی بل څوک نه پيژنی وجدان نه لری که یو نیم غیرتی بچی دې پاتې وه هغه یې هم دډالرو او کلدارو په بدل کې په داسې ډول له منځه یووړل چی جنازې یی هم مالومې نه سوې ….
اې د آزادي دننګ پلارانو ! ستاسو بچو ستاسو پنځه زره کلن تاریخ د شرم انتها ته رسولی، نو نن به ستا د ویاړونو دا ورځ څوک ولمانځي؟ ؟ ؟ ددې ورځې د لمانځنې بچی خو تورو خاورو اوخوړل، د میوندی ملالې ټپې به څوک وایې؟ ؟ ؟ نن بیا په میوند پرنګی پروت دی، د ایوب خان پګړی به څوک په سر کړی؟ ؟ ؟ د اکبر خان توره به چوک تر ملا کړی؟ ؟ ؟ نن د پانی پت غمازان ان تر هلمنده را رسیدلی د احمد خان آس به څوک و زغلوی ؟ ؟ ؟ نن غزنی په وینو رنګ دی د محمود خان عزت به څوک په ځای کړی؟ ؟ ؟
اې غیرتی باباګانو ! ! ! نن د آزادۍ د ویاړلو څوک نشته، دا آزادی دې یوازې تاسو ته مبارکه وی ستا بچی خو ټول د درهمو د ریالو، د کلدارو ډالرو او د تومنو په اشاره نڅیږی په دوی مې د آزادۍ مبارکی پیرزو نشی دا یوازې ستاسو ویاړ دی او یوازې هم تاسو ته یې مبارکی وایم آزادی مو مبارك سه !

Copyright Larawbar 2007-2024