کور / کتاب / “او لا ګلونه سوځي “د ډیر انتظار وروسته له چاپه راووت

“او لا ګلونه سوځي “د ډیر انتظار وروسته له چاپه راووت

دا کتاب د ښه صحافت او کیفییت په درلودلو د چاپه راووت.کتاب د ځینو تخنیکی غلطیو سره ،سره د ډیرو خلګو پاملرنه ځان ته ورواړول،ښایي دا څو علتونه ولري:
-د ډیرو کړکیچونو حالاتو،جګړو،او ناخوالو او مختلفو رژیمو د حاکمیتونو وروسته ښایي دا لومړئ ځل وي چي د هیواد د ښځو ژوند په هراړخیزه توګه په یوڅیړندویه اثر کي څیړل سویدئ.
-د لیکوال ځاني مصونیت (که څه هم هغوی چي د هیواد په داخل کي لیکنی کوي د اطلاعاتو پراخي سر چینې لري او لومړي لاس اسناد او شواهد پیدا کولای سي،خو د شخصي مصونیت د نه درلودلو په
دلیل کیدای سي له ځینو واقعتونو سترګي پټي کړي،او یا هم خپل ژوند په خطر کي واچوي، خو ښاغلی نعیمي چي اوس د هیواد نه بهر اوسیږي دا د واقعیتونو د لیکلو د پاره یو امتیاز بلل کیږي).
-د لیکوال پراخي اړیکي.ښاغلی محمد ابراهیم نعیمي د پراخو شخصي او سیاسي اړیکو تر څنګ د هیواد او نړۍ د مالوماتي کړیو په تیره بیا د انترنیټي ویبپاڼو سره نه یوازي پراخي اړیکي لري ،خپله هم د یو مشهوري ویبپاڼي درلودونکی دئ.
-د لیکوال بی پریوالئ (بی طرفي) .سربیره پر دی چي ډیر کم افغان روڼ اندي به د بیطرفۍ دعوه و کولای سي خو ښاغلي نعیمي د خپلي ویبپاڼی د مدیریت په مدت کي دا وښوده چي د هر ډول نظریاتو اوریدونکی او لوستونکئ دئ او بیلا بیلو نظریاتو او عقایدو ته نه یوازي احترام لري بلکي په ورین تندي یې په خپله ویبپاڼه کي خپرويتر دې لنډی یادونی چي را تیر سو او د کتاب پر منځ پانګه و ږغیږو ،د ښاغلي نعیمي منډی،ترړي او زیار د قدر وړ دئ.واقعیت د خبري دادئ چي ښځه زموږ د ټولني تر ټولو خوار،رټلسوی او محروم انسان دئ،که رشتیا ووایو او د خپلي ټولني واقعیتونه وګورو کله،کله خو د یو عادی حیوان حیثیت هم نلري.سربیره پر دي چي دیني عالمان ،روڼ اندي لوی او واړه بی سواده او باسواده په دي عقیده دي چی ښځه د انسان نیمایي ده،ښځه مور ده،ښځه خور ده،ښځه لور ده،ښځه د نارینه د ژوند ملګرې ده،په یوه کلمه کی ویلای سوچي بی له ښځي ژوند ناممکن دئ.د اسلامی شریعت په اساس ښځه او نارینه یو د بل لباس دي.خو د دې ټولو خبرو سره ښځه زموږ په هیواد کی نه یوازي غمځپلی انسان دئ ،بلکی تر ټولو بد بخته او ترټلی موجود دئ.زما د سترګو لیدلئ حالات او د هیواد په کچه په بیلو سیمو کی هغه وهل او ټکول چي ښځو ته ور کول کیږی هم هغه پهلوان میړه یی خپل خره، غوایی ،سپي او نورو حیواناتو ته نه ورکوي.ښځه په قمار کی بایلل کیږی،په جنګي سپي بدلیږی،د تعلیم او تحصیل خبری خو څوک یادولای نه سی.په کلونو،کلونو د پلار ،ورور،خور او نورو خپلوانو له کورونو منع کیږي.
په کلیو او بانډو کي خو نارینه د ټوپکو سره پیتاوی ته ناست وي بانډارونه او مجلسونه کوي او دا بد بخته ښځي د کور د کارونولکه پخلي،کالي پریولل،اولادونه سامبالول،څارویو ته خوراکه ورکول سربیره په کیلومترونو جګو غرونو نه لرګي او بوټی په سر باندي را وړی،د اوبو راوړلوکیسه هم داسی در واخله.د دیموکراسي په اوسنی دوره کي خو ښځه د کورولا ټویټا سره بدلیږي،البته د نجلۍ ښایست او د کورولا ماډل سره تړلي دي.
زما هدف داوو چي د دغو ناخوالو او په زرګونو نورو ناویلو د را سپړلو د پاره (او لا ګلونه سوځي) کتاب یو ډیره ښه پیلامه ده.لیکوال هڅه کړی ده چی د افغاني ټولني د تاریخ په بیلو پراونو کي د ښځو ژوند، کار او د ناخوالو پر ضد د هغوی مبارزی او هلي ځلي راوسپړي،په افغاني ټولنه کيهغه ناوړه دودونه او رواجونه په ګوته کړی چي د ښځو ژوند یی په یوه بی رحمه زندان بدل کړئ دئ.
په کتاب کي د هیواد د یو شمیرهغو چارواکو هلوځلو ته هم پراخه کتنه شوی ده ،چي د خپل حاکمیت په وخت کی یې د ښځو د ژوندانه د بهبود اوښه والی په خاطر مثبت ګامونه اخیستي دي.
زما پاملرنه یوه بل مهم ټکی هم ځان ته ورواړوله ،چي حتی هغوی چي ځانونه د ښځو د حقوقو مدافعین بولی داسي ناوړه کارونه کړی دي چي سړی نه هغه د کلیوالو کړه وړه هیروی،چي دا ښځي د نارینه وو د سیاسی فعالیت په جرم وژل،زنداني کول،او شکنجه کول دي چي په کتاب کی دېته زیاته پاملرنه سوی ده
د داسی پیښو تر ټولو زړه بوږنونکي پیښه د سردار محمد داود خان د کورنۍ د غړو ډله ایزه وژنه وه چي دیارلس تنه یوازی ښځي او کوچنیان په ډیر بی رحمانه شکل تیر باران سوه چي تر ټولو کوچنی شهید د دریو کالو ماشوم وه،او همدا د دی ډول فجایعو شروع وه،ایا د داودخان میرمنی،لوڼو او نږندو او لمسیانو د نومړي سیاسی ژوند ته اسقامت ورکولای سو؟او که خاص د نوموړی د کورنۍ د غړیتوب په جرم تیرباران سوه.ایا د وخت حاکیمانو د دی غمیزي حد اقل پوښتنه وکړه،او یا یی تاثر ښکاره کړ؟
تر هغه وروسته د نورمحمد تره کی د بی اولاده سپینسری میرمنی او د نومړی د کورنۍ او پلویانو نوری ښځي او واړه په زندان کی واچول سول او و زوریدل.
وروسته بیا د امین د کورنۍ سره ورته چلند وسو،ښځي ،نجوني او حتی د دوو میاشتو ماشوم هم د زندان د میلو تر شا واچول سول اوڅه کم اته کاله یی د مرګ په انتظآر کړاونه ګالل،او وروستۍ پیښه یی د ډاکتر زیري د میرمنی او بچیانو بی رحمانه حلالول وه چي د مسعود او ربانی په حکم په خپل کور کی ووژل سول.
البته داسی ډیري پیښي نوری هم سوی دي چي ما یوازی د څو لوړپوړو چارواکو د کورنیو د ښځینه او ماشومانو د قربانیو یادونه وکړه چي د خپلو کورنیو د مشرانو په خاطر بی ګناه وژل سوی،شکنجه سوی او یا زنداني سوی دي.چي د لیکوال لخواکافي اسناد وړاندي سويدي اوپوره توضیحات یېورکړیدي.
اوس خو د ازادو رسنیو په مټ هره ورځ پر ښځو او تنکیو نجونو دډله ایز جنسي تیری خبرونه د هیواد د ګوټ ګوټ نه خپریږي،خو کوم بیداره وجدان به یی واوري؟د ښځو او نجونو نه پوزی او غوږونه پری کیږي او یو شمیر یی بیرحمانه په تاکاویو کی په میاشتو، میاشتو ځینځر اوزولانه پرتې وی خو هم د اسلامی حکومت د قضاء او څارنوالیو سترګي ړندې دي ،او هم د بشر د حقوقو د مدافعینو.
ښاغلئ نعیمی د کتاب د غنا لپاره وطن ته تللی دئ د وزیر نه نیولی بیا تر پیاده پوری یی د ښځو له بیلو کټه ګوریو سره لیدلي او مرکې یی ور سره کړي دي،د هیواد په بیلو سیمو کی یی د زنداني ښځو
احوال اخیستی او د هغوی ستونزی یی نه یوازی په خپل اثر کی منعکس کړی دي،بلکی د بعضو چارواکو تر غوږو یی هم رسولی دي
په لنډ ډول باید ووایم چي:
۱،کتاب ډیره غني منځپانګه لري او لوستل یي د هر چا لپاره ګټور دي.
۲،که ما کولای سوای چي لیکوال ته مشوره ورکړم ،نو به می د ښځو پر ضد د ښځو له خوا خوشونت ته ډیره پاملرنه کړی وای.
۳،دا چي ښاغللي نعیمی دیر زېار ګاللی دي زه یې د قدر په سترګه ګورم،نوموړی ته د دی اثر مبارکي وایم او په را تلونکی کي یی بریالیتوب غواړم.