ماين چاودني په پنجوايي کي ٧٠ کلن سړى وواژه

د لراوبر اداره | اگست 20th, 2013


نن سهار دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي يو تن ٧٠ کلن سړى د طالبانو له خوا د ښخ سوى ماين په چادنه کي ووژل سو.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په قول نوموړى د يادي ولسوالۍ د تلوکانو په سيمه کي چي د يو عامه لاري څخه تيريدي چي پر ښخ سوى ماين وختئ او ووژل سو.

د کندهار ولايتي چارواکي ددې او دې ته ورته ښخو سوو ماينونو پړه پر طالبانو ور اچوي او وايي طالبان تل په عامه لارو کي د ماينونو په ښخولو سره غواړي چي امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو د دوى د ماينونو زيات قربانيان ملکي وګړي دي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

بله خوا بيا وړمه ورځ د همدې ولسوالۍ د سپيروان په ساحه کي، په يو کور کي چاودنه سوې چي په نتيجه کي يې دوه هلکان او يوه ښځه مړه او يوه ښځه او دوه نور هلکان زخميان سوي دي.

افغان امنيتي ځواکونه هم په عين وخت کي ساحې ته تللي او زخميان يې روغتون ته انتفال کړي دي چي دا مهال نوموړي زخميان تر درملني لاندي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024