کور / تازه خبرونه / دافغانستان اوپاکستان دفټبال لوبغاړي نن په کابل کي لوبه کوي

دافغانستان اوپاکستان دفټبال لوبغاړي نن په کابل کي لوبه کوي

کابل:دافغانستان اوپاکستان دفټبال دملي ټیم لوبغاړي نن دکابل په لوبغالي کي دوستانه لوبه کوي.دپاکستان دفټبال ملي ټیم دلوبي لپاره پرون کابل ته راورسیدي. ددواړوګاونډیوهیوادودفټبال دلوبي ننداري ته زرګونو افغانانوچمتووالې ښکاره کړي ،چي دالوبه په ژوندي بڼه له نږدي نه وګوري.
دافغانستان اوپاکستان دفټبال دلوبغاړوترمنځ لمړۍ لوبه په (۱۳۵۵) لمریزکال دچنګاښ په (۲۶) نیټه (۳۶) کاله مخکي دسردارمحمدداؤدخان دحکومت په دوره کي په غازی لوبغالي کي ترسره شوله،اودافغانستان دفټبال ملي ټيم یودصفرپه مقابل کي دپاکستان دفټپال پرټیم باندی بریالی شو.
دکابل امنیتي چارواکي وایې،چي دلوبي دپیلولولپاره بشپړامنیت نیول شوی دي.
دغه لوبه نن مازدیګردکابل په وخت په(۴،۰۰) څلوروبجو په غازي لوبغالي کي پیل کیږي.په افغانستان کي دننه دطلوع اولمرټلویزیونو هوډکړي،چي ددغي لوبي ننداره په ژوندي بڼه دخپلوتلویزیونودچینلونو له لاري څخه خپره کړي.
دافغانستان دفټبال دفدراسیون مرستیال محمدیوسف «کارګر»رسنیوته وویل،چي دغه لوبه به دافغانستان اوپاکستان دولسونو ترمنځ دوستانه اړیکي نوري هم پراخي کړي اودلوبي دګټلو اوبایللوهدف مهم نه دي. هغه زیاته کړه چي افغان ملي ټیم ددي لوبي لپاره پوره چمتووالي نیولی دي.
دیادوني وړده،چي دافغانستان دفټبال ملي ټیم په ډیرلږوخت کي دفټبال دنړیوال فیفا په لوبوکي ښه وځلیدي اوډیري ښي لاسته راوړنه یې درلودي.
دپاکستان دفټبال دملي ټیم فدراسیون رسنیوته وویل،چي د(۲۰۱۴) کال دمارچ یا اپریل په میاشت کي به په پاکستان کي دافغانستان دفټبال دملي ټیم سره دوستانه لوبه وکړي.