کور / خبرتیا او پيغامونه / د اروا ښاد هاتف سره د علامه رشاد اکاډيمۍ د خواخوږۍ پيغام

د اروا ښاد هاتف سره د علامه رشاد اکاډيمۍ د خواخوږۍ پيغام

د هيواد يو وتلی ټولنيز – سياسي شخصيت او پخوانی تکړه ښوونکي
خدای بخښلي عبدالرحيم هاتف د مړيني په مناسبت
د علامه رشاد اکاډيمۍ د خواخوږۍ پېغام
په ډيري خواشينى سره مو واوريده، چي پرون د (١٣٩٢ ل.) کال د زمري پر ۲۸ د هېواد له غيږي ليري په هالنډ کي د هيواد وتلي ټولنيز- سياسي شخصيت او د هيواد تکړه ښوونکی عبدالرحيم هاتف له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړلې.

انالله و انا اليه راجعون.

خدای بخښلی عبدالرحيم هاتف د کندهار په دوهمه ناحيه کي په روڼ اندي او نيمه متمويله کورنۍ کي زېږېدلی دئ. خپلي لومړنۍ زده کړي ئې دلته په کندهار کي، منځنۍ او لوړي زده کړي ئې په کابل کي تر سره کړي دي او د هېواد د لومړني پوهنتون (کابل پوهنتون) د ژبو او ادبياتو د پوهنځۍ په لومړۍ دوره فارغينو کي راځي، چي په لوړه درجه ئې د ليسانس ډګري تر لاسه کړې او پسله هغه د هېواد په راز، راز ښوونيزو موسسو کي ئې دندي تر سره کړي او د وطن ډير ځوانان ئې روزلي دي.
خدای بخښلى هاتف صاحب د ښې مطالعې او منطقي استدلال څښتن وو، ظريفه طبعه ئې درلوده او ډير اجتماعي سړی وو. پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره ئې په انګريزي، عربي او پاړسي ژبو ئې لوست، ليک او ژباړي هم کولای سوای، د سنسکريت ليکدود د يوناګري ئې هم په لوست او ليک زده وو. د پوهنتون له فراغت سره ئې د حميد مومند پر ژوند او اشعارو يو څېړنيز اثر هم کښلئ، د عربي ژبي په څېړنه کي ئې هم لو لاس درلود، چي د “قران الکريم ګران لغتونه” اثر ئې د دې خبر شاهدي ورکوي، له عربي څخه ئې “ابن سينابين الدين والفلسفه” او “تنقيد شعرالعجم” او له انګريزي څخه ئې د ” روحيات” او د ډاکټر غني هندوستاني سفرنامه “دمنځنۍ اسيا دسياسي وضعي يوه کتنه” ژباړلي اثار دي.
له نېکه مرغه په دې تېرو څو مياشتو کي د هېواد له سياسي، تاريخي برخليک سره د ځينو خواخوږو په ډيرټينګار خدای بخښلي هاتف خپل “ژوند ليک” او په افغانستان کي د ده ژوندانه د څو وروستيو کلونو ځيني پېښي چي ده په خپلو سترګو ليدلي او يا پرده راغلي دي په څو پاڼو کي کښلي دي، چي دده له توصيې سره سم دده د وروستيو ادبي کار “د ډاکټر غني هندوستاني د خاطراتو د ژباړي” په پايڅوړ کي راوړه سوي دي او د علامه رشاد اکاډيمۍ له خوا د هغه کمپيوټرايز، ډيزاين، تدوين او اهتمام بشپړ او چاپ ته لېږل سوئ دئ، چي په څو راتلونکو ورځو کي له چاپه راوزي.
د خدای بخښلي هاتف صاحب مړينه د هېواد په ادبي،سياسي او اجتماعي ډګر کي يوه لويه تشه ده، چي تر ډېره به محسوسه وي. علامه رشاد اکاډيمي دده درنې کورنۍ او ارادتمندانو ته د زړه صبر غواړي او دده پاک روح ته د فردوس جنت استدعا کوي.
علامه رشاد اکاډيمي
کندهار – افغانستان
۲۹ – زمری ـ ۱۳۹۲ ل.