کور / خبرتیا او پيغامونه / د اروا ښاد هاتف سره د کندهار پوهنتون د خواخوږۍ پيغام

د اروا ښاد هاتف سره د کندهار پوهنتون د خواخوږۍ پيغام

د لوى او مهربانه خداى (ج) په پاک نامه

د ارواښاد عبدالرحيم هاتف د مړيني په باب
د کندهار پوهنتون د خواشينۍ پيغام!

په ډېري خواشيني سره مو د هيواد د خپلواکۍ په ورځ د افغانستان د يو وتلي سياسي او ټولنيز کردار خاوند عبدالرحيم هاتف د مړيني خبر واورېدئ.
انالله وانا اليه راجعون.
ارواښاد عبدالرحيم هاتف پر دې هيواد او د دې هيواد پر خلګو مين او بې تعصبه شخص وو. په دې لاره کي ئې د دې خاوري او اولس په خدمت کي شپې و روځي روڼي کړي دي، چي تل به د دې خاوري او اولس له پاره د ده خدمتونه د خلګو په زړونو کي ژوندي پاته وي.
د ارواښاد عبدالرحيم هاتف مړينه د ټول هيواد په سطحه يوه ستره ضايع ده. کندهار پوهنتون په داسي حال کي چي د دوى د محترم کورنۍ، دوستانو او ټولو هيوادوالو سره په دې غم کي ځان شريک ګڼي، دوى ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه او د کورنيو محترمو غړو او هيوادوالو ته د جميل صبر خواست کوي.

په درنښت
کندهار پوهنتون