کور / تازه خبرونه / دافغانستان دفټبال ملي لوبډلي دپاکستان لوبډلي ته سخته ماته ورکړه

دافغانستان دفټبال ملي لوبډلي دپاکستان لوبډلي ته سخته ماته ورکړه

بیړني سپورټي خبر:
کابل:لکه څنګه چي خبریاست نن په کابل کي دافغانستان دفټبال دملي لوبډلي پیاوړۍ ټیم دپاکستان دفټبال دملي لوبډلي سره دسیالیوډګرته راووت.
افغان ملي ټیم( ۳:۰)دري دصفرپه مقابل کي دپاکستان څخه لوبه وګټله. افغان لوبډلوپه ډیرعالي تخنیک اومهارت سره لوبه پرمخ بیوله.دلوبي په لمړۍ پړاوکي افغان ټیم یودصفرپه مقابل کي دپاکستان ټیم ته ګول ورکړی.دلوبي په دویم پړاوکي افغان لوبغاړي وتوانیدل چي دوه ګوله نورهم دخپل ټیم په ګټه دپاکستان لوبلډلي ته ورکړي.
دافغان لوبډلولخواه لمړي ګول سنجراحمدي،دویم ګول آرش آصفي اودریم ګول حشمت الله بارکزي دخپل ټیم په ګټه مقابل لوري ته ورحواله کړل.
دلوبي دجریان څخه داسي ښکاریده،چي پاکستان له افغان لوبډلې سره ‘دفاعي لوبه’ کوله،اودتوپ واک(۷۰(٪سلنه له افغان لوبغاړواو(۳۰)٪دېرش سلنه توپ نوربیاله پاکستاني لوبغاړوسره وو.لوبه د(۹۰) دقیقواوڅلورواضافي دقیقووروسته پای ته ورسیدله.
دلراوبرویب پاڼه ټولوافغانانوته ددي دوستانه لوبي دبریالیتوب مبارکي وایې اودافغانستان دفټبال دملي ټیم لوبغاړوته په راتلونکي کي دنوروبریاووهیله کوي.