افغان فرهنګيان: د ارواښاد هاتف پر مړينه خواشيني يو

حاجی پوپل | اگست 21st, 2013


دعبدالرحیم هاتف پر مړینه په افغانستان او نړۍ کي  ګڼ شمېر  سیاسي اوفرهنګي څېرې خواشیني دي .

د کندهار والي په نامه په رسمي اعلاميه کي دوالي ډاکتر توریالي وېسا له خولې لیکلي چي د پوهي او معارف يو ځلاند ستوری، نوموتى اجتماعي او سياسي شخصيت عبدالرحيم هاتف ابدي نړۍ ته وکوچېد .

خبرپاڼه زیاته وي چي د مرحوم استاد عبدالرحيم هاتف مړينه په عمومي توګه د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار ولايت لپاره په ټولو ښوونيزو، علمي، تحقيقاتي، اجتماعي او سياسي برخو کي يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده.
سرچینه زیاته وي چي دکندهار ولايت مقام عبدالرحيم هاتف ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، شاګردانو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي.

ولايت مقام په دغه درانه غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي .
خبرپاڼه زیاته وي چي کندهار او دلته مېشت قومونه او ولسونه به همېشه د مرحوم هاتف صاحب خدمتونه او کارنامې چي ددغه هيواد د پرمختګ، ښېرازۍ، سوکالۍ، ابادۍ، علميت او يوې تلپاتي سولي لپاره کړي همېشه ياد ساتي.

د لراوبر ويبپاڼي ادارې او څانګو ته د سلګونو انټرنټي او ټيلفوني اړيکو پذريعه له ټولي نړۍ څخه د خواخوږۍ پيغامونه رسيدلي دي چي په ټولو کي په يوه خوله د ارواښاد هاتف صاحب پر مړينه وير سوی دی او هغه د افغانستان په کچه يو مخلص ، علمي ، ټولنيز او ملي سياسي شخصيت بلل سوی دی. زيات شمېر له دغو پيغامونو څخه په لراوبر ويبپاڼه کي د ارواښاد هاتف صاحب لپاره په ځانګړې برخه کي اوس هم پرله پسې زياتيږي.

دغه راز دلته په کندهار کي د پوهنتون استادانو اومحصلینو هم هاتف مړینه ددې سيمي او افغاني ټولنې لپاره نه جبرانېدونکې تشه بللې .
بلخوا لیکوال او ژورنالیست عصمت قانع لراوبر ته وويل چي دخدای بخښلي هاتف مړینه دپښتني ټولنې لپاره يوه لویه ضایعه ده .
دی زیاته وي چي دلوی کندهار په بیدارۍ کې دهغه هڅي او کوښښونه هيڅ کله دهیرېدو ندي .

دزابل دسور غر ادبي ټولنې ، ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اوځيني فرهنګي څېرو په جلاجلا ډول دلراوبر ادارې او کندهار څانګي سره په تلیفوني اړیکو کې دعبدالرحیم هاتف پرمړینه خواشیني ښودلې .
له دې سره سره دکندهار اوجنوبي ولایاتو فرهنګي اوټولنیز شخصیتونو له اروپا څخه خپلي پلرنۍ مېني ته دهغه دجنازې درا وړلو غوښتنه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024