کور / خبرتیا او پيغامونه / دارواښاد عبدالرحیم هاتف دمړینی په اړوند

دارواښاد عبدالرحیم هاتف دمړینی په اړوند

په بلجیم هیواد کی دافغان کلتوری بهیراولروبرافغان کلتوری ټولنې دخواخوږئ پیغام
په ډیره خواشینئ موخبرترلاسه کړ چه دګران هیواد افغانستان رښتینئ خدمتګار، په هیواد اوافغان ولس زهیراومین، دسولې اوپخلاینی رښتینئ لاروئ ، دافغان فرهنګ، ادب او سیاست څراغ ، افغان سترادیب، سیاستپوه اوتاریخپوه ارواښاد عبدالرحیم هاتف نن د 2013 کال داګسټ دمیاشتی پر 20مه د 86 کلونو په عمرددی نړئ څخه دتل لپاره سترګی پټی اووکوچېد.
انالله واناالیه راجعون
په همدې اړوند په هغی بیړنئ غونډی او ناسته کی چه په بلجیم هیواد کی دافغان کلتوری بهیر او دلروبرافغان کلتوری ټولنی دمشرتابه جرګو له خوا په ګډه جوړه سوې وه ، دارواښاد عبدالرحیم هاتف پر وباړلی ژوند خبری وسوې. …
دغونډی برخه والو په یوه ږغ دهاتف صاحب مړینه نه یوازی دده کورنئ ، دوستانو او مینه والو ته بلکه ټول افغان دردیدلی او سولی او پخلاینې ته په تمه ولس ته ډیره غمجنه او نه جبرانیدونکې ضایعه وبلله.
دغونډی برخوال پداسی حال کی چه دهریوه په سترګو کی اوښکې او ماتم څرګند وه، دهاتف صاحب مړینه یی د ‍« سل دی ومره، یو دی مه مره» د متل اوجملې سره یادوله.
هاتف صاحب دافغان ولس او میړنی افغانستان خواخوږئ زوی اوسوله پال وو. دده ټولنیر،کلتوری، فرهنګی، سیاسی او شخصی ژوند له ویاړلوکارنامو څخه ډک اودراتلونکونسلونو لپاره دیوه ښوونځی ښکاره بېلګه ده.
هاتف صاحب دیوه رښتینی افغان انسان په توګه دخپل ژوند تر وروستئ ګړئ دخپلو خلکو، ولس اوګران افغانستان په فکر کی وو اودښواوارزښتناکه مشورواولارښوونوپه وسیله به یی ګران افغانان خپلو هیوادنی مسولیتونوته متوجه کول.
هاتف صاحب دګران افغانستان دتاریخ په ډیرو حساسو شېبو کی دافغانی هویت بیرغ رپانده وساتئ او دوطن نامه لپاره یی نه هیریدون‍ی هلی ځلی کړیدی. نوځکه وایو چه دوطن پر دغسی رښتینی خواخوږی دی ویاړونه اویادونه وی.
په پای کی په بلجیم هیواد کی دافغان کلتوری بهیر او دلروبرافغان کلتوری ټولنو ټول غړی دارواښادعبدالرحیم هاتف دمړینې پدې سترغم او ماتم کی ځانونه دهاتف صاحب دکورنئ اوټول افغان ولس سره شریک ګڼی.، ګران ډاکټرصاحب طارق رشاد اودهاتف صاحب خپلوانواوفرهنګی، کلتوری اوادبی اړوندانو،مینه والواوټولوسوله پالو افغانانو ته دلوی ځښتن تعالی ج ددباره دلوی صبراوزغم غوښتنه اودعا کوی. آمین
هاتف صاحب ! لوی ځښتن تعالی دی په هغه دنیا کی ونازوه، دفردوس جنت دی په نصیب سه اوروح دی خوشاله اوسه . موږ ته دی لوی څښتن تعالی ج توفیق راکړی ترڅوستاسولاره دخپلی لاری څراغ اومشعل وګرځوو. آمین
په افغانی مینه اودرنښت
دافغان کلتوری بهیر مشرتابه جرګه ـ بلجیم
دلروبرافغان کلتوری ټولنې مشرتابه جرګه ـ بلجیم
پوهنیار سیدحضرت دټولنوپه استاریتوب