کور / خبرتیا او پيغامونه / مړونه مري خو نومونه ئې پا ته کیږي

مړونه مري خو نومونه ئې پا ته کیږي

د مرحوم عبدالرحیم هاتف پرمړینه داحمد شاه بابا دعلمي ـ ادبی ټولنی دخواشنۍ پیغام

که دمړو نومونه یادکړم سل تر زره
دژوندونوم به پا تیږي لا ترپا یه
مړئې مه بوله ژوندی دی زه ئې وینم
که زمان ور باندي تیرسي سل تر زره

په ډیره خواشنۍ سره موخبرواوریده چي مرحوم عبدالرحیم هاتف په حق ورسیدی،ددې خبرپه اوریدو سره دافغانستان په ګوټ ،ګوټ کي ټول هغه منورین چي په افغانستان کي دسولي ډموکراسي ملي خپلواکی پلویان دي هغوی ټولو خواشیني ښولې ده.

مرحوم هاتف صاحب په یوې کورنۍ پوری تړلی نه وه، هغه دافغانستان دټولوولسونویو ډیرهوښیاراومهربانه مشروو،دښاغلي هاتف صاحب مړینه دهغه داوږدې ناروغۍ له کبله چی درلودله ئې د۱۳۹۲ هـ ش کال داسدپر ۲۸ چی دافغانستان دآزادۍ اواستقلال دور ځي سره برابره ده ددې دنیاڅخه دآبد دپاره سترګي پټي کړې، چي د۲۰۱۳م کال داګسټ د۱۹سره سمون خوري، هغه لکه څنګه چي دآزادطبعت خاوندوو،همدغسي دآزادۍ دجشن په شپه د۸۸کالوپه عمروفات سو. «روح دې ښادوي».

مر حوم هاتف دافغانستان دملي غورځنګ یو فعاله او د مترقي غورځنګ په را منځته کیدو کې دخپل وخت او زمان سره پوره برخه اخیستې ده. او په کندهار کې دځوانانو به منځ کی دنوي اوپرمختللي تفکردایجاددپاره بشپړه مبارزه کړې ده،هغه په خپلو ښو ځانګړنو کی یوهم دهغه پوه اوعلمي برخوردوودپيښوپه مقابل کي،هغه پر خپلو خبرو پوره توان درلود اوهمیشه به ئې هغه څه ویل : کوم چی خپله به ئې پوره معلومات په هغه برخه کي درلوده.ددرواغوویلو، قسم اخیستلو او احساساتي خبروسره ئې مینه نه درلودله او بدئې ځیني را تلل.غروراوتکبرئې نه خوښیده، خوپه خپل ځان کي هغه په واقیعت کي لوی شخصیت وو.مرحوم عبدالرحیم هاتف برسیره پردې چي ، په ټولنیزو کارونو کی پوره ونډه درلودله په دولتی لحاظ هم یو لوی علي رتبه شخصیت تیرسوی دی، دادبیاتو په برخه کې لوړي زده کړي کړيدی،په کندهارکې دښوونکي په صفت ډیرزده کونکي روزلي دي،په میرویس نیکه لیسه کې هم دامر او هم داستاذ په توګه دنده تر سره کړې ده، دکندهار داحمدشاه بابا په لیسه کې هم داستاذپه توګه دنده ترسره کړې ده،دظاهرشاه دپاچهي پروخت ئې په ملي شورا کې په ۱۶دوره کي دکامیابه کاندید په توګه دملي شورا دمترقي سنګر پلوی دخلکو نماینده وکیل وو.او همدغسي په ۱۳۶۶هـ ش کلونو کې دافغانستان دپلاروطني ملي جبهې مشرتابه دنده ،دجمهوري ریاست مرستیال اودمرحوم دکتورنجیب الله څخه ئې ورسته ددوهفتودپاره سرپرست جمهورریس دنده تر سره کړې ده.اوداسي نوري پرارزښته دندې هم تر سره کړي دي، مرحوم هاتف صاحب په دغه ټولودورو کي یو آزاد او مثبت بې طرفه سیاست پوه وو.دهغه ترټولودښو صفتونو څخه هم دغه صفت دقدروړدی ، چي همیشه يې دهیواد ملي ګټوته ترنوروهرډول ګټو دلومړي توب حق ورکاوه، اوخپل دغه میتود يې دژوندترپایه دځانه سره هم وساته.که څه هم هغه خپله په رسمي دنده اوپابندۍ خوښ نه وو، او په همدغه وخت کې خورا ډیره شخصي شتمني هم دخلکو دګټو په خاطردلاسه ورکړه او هغه تجارت چی مرحوم هاتف صاحب دهندوستان ، کراچی اوبهرسره دچایو په برخه کي کاوه هغه یې به رسمي دندو کي دلاسه ور کړه. په رسمي کارونوکي قانوني وو.او دقانون په چوکاټ کې هر څه کول.حتا تر سرحده چي هیڅ یودوست ئې هم په لوړه چوکۍ کي نه ټاکه،‎.واسیطه ئې نه قبلول.دافغانستان خلک پرګران وه او دی هم پر خلکو ګران وو.

مرحوم عبدالرحیم هاتف دکندهار په دوهمه ناحیه کی په ۱۳۰۴هـ ش کال کي په یوه منوره اوروشانفکره کورنۍ کي زیږیدلی دی ،دهغه دوینا له مخی چي زه دشعراوادب په غیږکی زیږیدلی یم ،خو خپله شاعر نه یم.لیکن په دې کي هیڅ شک نه سته چي ، مرحوم هاتف دلیکلوډیرښه استعداددرلود.دمرحوم هاتف صاحب ډیرنژدې دوستان په کندهارکي ، مر حوم محمد ابرا هیم خوا خوږی، مرحوم عبدالروف بینوا،مر حوم محمد علم بڅرکی مر حوم محمد انور نومیالی او مر حوم عبالشکور رشاد صاحب ؤ،خوپه عیني حال کې ښاغلي پوهاند رشاد صاحاحب سره دوستي هم درلودله. او خپله دکتوره لورئې فریده وښاغلي دکتور طارق ته ور کړې وه چی دوستی ئې نوره هم ډیره سوه.

مرحوم هاتف صاحب په خپل وخت کي یو بې پرې سیاست پوه اوعلي رتبه ماموروو. دمرحوم یاددي په خیروي.داحمدشاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه دمرحوم هاتف صاحب دکورنۍ سره خپله بشپړه غمشریکي کوي .او د مرحوم روح ته جنت فردوس غواړي روح دې ښادوي .

دټولني په استازیتوب

ننګیالی بڅرکی