کور / سپورټي / په کندهار کي د کرکيټ نړيوال ميدان جوړيږي

په کندهار کي د کرکيټ نړيوال ميدان جوړيږي

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرایوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد نن په کندهار ولایت کي د کرکیټ نوې ودانۍ د افتتاح پر مهال وویل چي په راتلونکو دریو میاشتو کي به په همدې ولایت کي د کرکیټ نړیوال میدان جوړ کړي.

په کندهار ولایت کي د کرکيټ بورډ مسئولین وايي چي ددغي ودانۍ پر جوړېدو ۶۰۰۰۰ امریکايي ډالره لګښټ راغلۍ چي نن رسمآ د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال، د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرایوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد، د هیواد د ۱۹ کلنو د کرکیټ لوبډلي روزونکی عبدالولي امین او په همدې ولایت کي د کرکیټ د مسئولینو لخوا افتتاح سو.

 

د هیواد د کرکیټ بورډ اجرایوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ددغه ودانۍ دافتتاح پرمهال وویل چي ډیر ژر به په کندهار ولایت کي دافغانستان دکرکیټ بورډ لخوا دکرکیټ نړیوال میدان جوړ سي او په دغه میدان کي به د هیواد په سطحه د کرکیټ لوبي کیږي او ورسره تر څنګ به د هیواد د کرکیټ ملي لوبډله د نړیوالو لوبو لپاره چمتووالۍ او تمرینات کوي.

نوموړي په کندهار ولایت کي د کرکیټ اوسنۍ حالت تر بل هر ولایت ښه وارزوۍ او زیاته یې کړه چي په دغه ولایت کي د ځوانانو مینه او علاقه د کرکیټ سره زیاته سوې او په لنډ وخت کي یې زیاتي بریاوي خپلي کړي دي.

ښاغلي مراد زیاته کړه چي د کندهاري ځوانانو مینه او علاقه په سپورټ، تعلیم او نورو برخو کي کولای سي چي نه یوازي په افغانستان کي بلکي په نړيواله سطحه خپل نومونه په زرینو کرښو ثبت کړي او افغانستان ته د یو ودان او پرمختللي هیواد ویاړ وروبخښي.

بلخوا په هیواد کي د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلي روزونکي عبدالولي امین وایي، چي دا مهال د دغه ولایت د کرکټ لوبدله د پرمختګ په حال کي ده او ډیر ژر به نړیوال سټیج ته ځان ورسوي.

ښاغلي امین زیاته کړه چي د کندهار کرکیټ ټیم د افغانستان په سطحه په څو ځله بریاوي خپلي کړي او ددوۍ د هڅو او زیار په نتیجه کي د افغانستان د کرکیټ بورډ لخوا په کندهار ولایت کي د کرکیټ نوې ودانۍ جوړه سوه او ددغي ودانۍ ترڅنګ به ډیر ژر په همدې ولایت کي د کرکیټ نړیوال میدان هم جوړ سي.

عبدالولي امین دغه راز زیاته کړه چي ځوانان باید په سپورټ او نورو برخو کي خپلي هڅي نوري هم زیاتي کړي ترڅو د افغانستان نوم یو ځل بیا په نړیوال کتاب کي په زرینو کرښو ولیکل سي .