کور / شعر / د فوټبال برئ – د عبدالباري جهاني تازه شعر

د فوټبال برئ – د عبدالباري جهاني تازه شعر

دوې ورځي مخکي د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د پاکستان د فوټبال ملي ټیم ته د صفر په مقابل کي په دریو ګولونو ماتهورکړه. ټولو افغانانو یوه بل ته زیري ورکړل. شاعر عبدالرحیم رسوا ماته زیری راکړ. نه پوهیږم چي دا نظم به له موضوع سره څومره اړهولري ځکه چي ما باید د خوښۍ نظم لیکلی وای، خو دا څو بیتونه مي سمدستي زړه ته راغله او د خوښۍ پر ځای ګیله ورڅخه جوړه سوه.

د فوټبال برئ

د لاسو او پښو د لوبو قهرمان یې
که د سر لوبه دي وګټل افغان یې
غټي سترګي دي ځلیږي په کله کي
د ړندو په څیر کوهي ته ور روان یې
هم زړه ور هم ژبه ور یې خپل تربور ته
خو غلیم ته په ګونګۍ ژبه ګویان یې
تل دي توره د خپل ورور په وینو سره وي
د خپل کور د سوځولو پهلوان یې
پلار نیکه دي ګیله من درڅخه تللي
د زړه رنځ د خوشحال خان او پاچا خان یې
د خیبر او د شمشاد له کیسو مسته
پر کونړ له راکټونو سر ګردان یې
رهبران دي غلامان د ګاونډیو
دا له کومي ازادۍ غَره په ځان یې
هیواد بولې هدیره د قدرتونو
خیرات خوره د نړۍ پر دسترخوان یې
پر بانډو دي د پردیو لښکر ګرځي
ته لا شخ بریتونه ګرځې د کور خان یې
د پردیو په مردارو خوله لړلې
شاه شجاع د بیګانه په زور سلطان یې
ابو جهل وي واسکټ درته اغوستی
هم غلیم د خپل ټاټوبي هم قرآن یې
شپې دي تیري د پردیو په سجدو سي
چي سهار سي حماسو ته پهلوان یې
پر غلجي او دراني باندي ویشلې
هم پیغور د خپل ګریوان هم خاندان یې
د بابا پر هدیره دي مغول ګرځي
ته په غم کي د اټک او اصفهان یې
لا تر څو به دا درانه خوبونه وینې
هم شهید یې هم غازي مردِ میدان یې
تر بګړۍ به دي جاریږم چاره څه ده
زما تربور یې زما عزیز یې زما جانان یې
جهاني دي مچوم د قدم خاوري
زما اولس د سترګو تور یې پر ما ګران یې.

ویرجینیا د ۲۰۱۳ کال د اګسټ د میاشتي یوویشتمه