کور / z_buitenland_news -- 5 / USA : لومړي مرستيال دبېنظير بوټو سره خبري وکړې

USA : لومړي مرستيال دبېنظير بوټو سره خبري وکړې

د ۲۰۰۷ م کال دنومبر ۱۶ نېټه


واشنگتن ايتار تاس(( . ИТАР-ТАСС))


16.11.2007


دمېتری زلود وريف ((Дмитрий Злодорев )) 


 دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت لومړی مرستيال دبېنظير بوټو سره  خبري وکړې


  دآمريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت لومړی مرستيال(((John Negroponte). ) جون نېگروپونت  چي همدا اوس په اسلام  آباد کښي دئ ،دتلیفون دمزی په مټ دپاکستان داپوزيسيون (مخالف حرکت )له مشری بېنظير بوټو سره خبري وکړې .ددغو تليفونې خبرو په هکله دآمريکادبهرنيو چارو وزارت هغه چارواکی خبر ورکړ کوم چې نه ئې غوښته نوم ئې افشا شي .



دامريکادبهرنيو چارو دوزير مرستيال ددله ییيز رسنيو استازو ته ددغو خبرواترو په اړونددمفصل معلومات له څرگندولونه ډډه وکړه .مگر دهغه له خبرواو څرگندو نونه داجوته شول چې John Negroponte   جون نېگروپونت  غواړي داپه ډاگه کړي چې دامريکا متحده ايالات دپرويزمشرف دهغو کړنو چي دپاکستان داساسي قانون سره په مخالفت کي قرار ولري ملاتړ نه کوي .هغه څرگنده کړه :


آمريکا پدي باور او اميدده چې بېنظير بوټواونور مخالف سياسي ځواکونه وکولاي شي دهيواد په سياسي ژوند کي فعاله ونډه واخلي .