پاڼ

د لراوبر اداره | جون 5th, 2008



سره غرمه ده ، شاوخوا لمر دی


او دی سیوري ته ویده دی


بریتور ښایسته ځوان دی


د پاڼ لوري ته ویده دی


که په اړخ باندې راواوړي


لویې کندې ته ورلویږي


قافله ده ، ترې روانه


دی په لار کې ترې پاتیږي


زما په چیغو را ویښ نه شو


بس ویده په درانه خوب دی


نه پوهیږم ،


      که سړې اوبه پرې توی کړم


            کوچنی غم به ځان ته لوی کړم


که خواږه خوب نه یې ویښ کړم


دا افــغــــان دی


        بیا ټول عمر انتقام نه بې خلاص نه شم!!!


18/5/1378


پکتیا- زرمت،رحمانخیل

Copyright Larawbar 2007-2024