زماليلا

د لراوبر اداره | جون 5th, 2008



په رنګونوکي توررنګ مي دي خوښ کړی
دليلادکميس توررنګ مي زړه وړی
زماليلا چي ښايسته خپل په رخسار ده
دليلا ښايسته خالومي زړه جلب کړی
څلورخاله په وجوديي ښه ښکاريږي
په هرخال بي موچومه عهدمي کړی
په ليدوپسي يي قيس غوندي مجنون يم
دوصال په تمه تمه مي خواست کړی
په ديد ن به دليلا ځان مړومه
که رحمن زما ديدار ورسره کړی
ددي ښکلي وليدوته مين تږي
که څه هم په تورلباس يي ځان پټ کړی
که خداي ټوله نړي راکړي زماپه واک کي
خوبياهم مي خپل ليلا ته سرټيټ کړی
چارچاپيرته دي وګړي عبادت کړي
داستا لورته مسلمان وي سرټيټ کړی
په بڼوبه يي صافه کړم ستا وجود
دغه ټينګ عظم اوهوډمي درته کړی
وهرلوري ته چي ستا مخ رڼا کاندي
په لمانځه کي مي ستا لوري ته مخ کړی
روحاني به په ژړاوڅنګ ته در سم
ته کعبه يي ماهم دادرخواست دي کړی
 دوهمه ناحيه کندهار

»

Copyright Larawbar 2007-2024