کور / تازه خبرونه / سږ کال په ټول افغانستان کې اووه د ګوزڼ پیښې لیدل شوی.

سږ کال په ټول افغانستان کې اووه د ګوزڼ پیښې لیدل شوی.

نن په کابل کې دجاپان سفارت او دملګرو ملتونو دماشومانو د اداری یونیسف ترمنځ د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ دبېخي ورکولو په خاطر د څلور اعشاریه دري دیرش ملیونو ډالرو په ارزښت د مرستو قرار داد لاسلیک شو چې له مخې به یې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پروګرام پرمخ یو وړل شي.
دعامې روغتیا وزیر سید محمد امین فاطمي په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت له نړیوالو مرستندویو هیوادونو د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مبارزی لپاره ۲۵ ملیونه ډالره مرسته غوښتې چې په لومړي وار د جاپان حکومت ددغې مرستې لپاره مټې راونغاړلې.
ښاغلي فاطمي د لر او بر ویبپاڼې دیوی پوښتنې په ځواب کې وویل چې د روان عیسوي کال له پیله تر اوسه د ګوزڼ ۷ مثبتې پیښې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې لیدل شوي، هغه زیاته کړه چې دتیرکال تر اندازی دا ارقام دری چنده کموالی ښيي.
هغه وویل د روغتیا وزارت هر کال دګوزڼ په وړاندې څلور ملي کمپاینونه په لار اچوي، چې سږ کال دا کمپاینونه د زرګونو کارکوونکو له لوري پرمخ وړل شوي.
افغانستان تر نایجریا، هند او پاکستان وروسته د نړۍ څلورم هیواد دی چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پکې مېلمنه ده.