(٤٠) وسلوال وژل سوي ، (٩)تنه زخمي او(٢٤) ژوندي نيول سويدي
دکندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د ولايت مقام د رسنيو په دفتر کي په خپله نوبتي غونډه کي خبريالانو ته وويل چي ملي پوليسو تېره اوونۍ د خپلواکو او ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال (٤٠) تنه وسلوال مخالفين وژلي، (٩)تنه يې زخمي کړي،(٢٤) مخالفين يې ژوندي نيولي او (٧٨) تنه مشکوک افراد يې هم نيولي دي.
د نوموړي په خبره له يادو افرادو سره يوځاى يو شمېر سپکي او درنې وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلي دي چي پکښي (١٦٢) مختلف النوع ماينونه، (٩٦) فېره توغندۍ، (٨) ميله کلاشنکوفونه،(٣٥) متره ثانيه سوز لاينونه،(٢) ميله راکټ انداز ،(٢) ميله امريکايي ټوپکان، (٢) ميله ماشيندار پيکا، (١) ميل سل ټکه ټوپک او (٢) ميله چره يي ټوپک د پوليسو لاسته ورغلي دي.
دښاغلي اطرافي په وينا د تېري اوونۍ په عملياتو کي د يادو وسولو ترڅنګ (٥٠) عدده بېټرۍ، (١٤) عدده د ماين پټاکۍ، (٣) پايې آی کام مخابرې،(٧) عدده دکلاشنکوف شاژورونه، (٨) عدده د ماين کانچې،(٣) پايې چريکي بسترې، (٨٠٠) فېره د پيکا مرمۍ، (٣) عدده ريموټ کنټرول او (٣) عرادې موټرسکلان د پوليسو لاسته ورغلي دي. دغه راز (١٦) فېره د هاوان مرمۍ، (١) عدد د چاودېدونکو توکو ډک ٢٠٠ ليټره بېلر او (١) عدد خول ټانګ هم چي د چاودېدونکو توکو ډک و، کشف او خنثى سوي دي
او همدارنګه پوليسو د يادو عملياتو پر مهال د مخاليفينو يو ه پوسته هم تخريب کړې ده.
د ښاغلي اطرافي په وينا د تېري اوونۍ په عملياتو کي (١٣) تنه د جينايي پېښو په تور نيول سوي چي (٥) تنه د غلا ،(٢) تنه د جعلکاري په تور، (٤) تنه د لواطت په تور او (٢) تنه له کور څخه د تېښتي په تور د پوليسو له خوا نيول سوي دي.
نوموړي همدارنګه وويل چي په يادو عملياتو کي يې د ښار له مختلفو برخو او ولسواليو څخه يو شمېر نشه يي توکي هم تر لاسه کړي لکه (٩) کيلو ګرامه هيرويين او له يادو توکو سره يو ځاى (٣) تنه تورن کسان هم د پوليسو له خوا نيول سوي دي.