کور / تازه خبرونه / اقتصاد: هسپانیې د ګرځندویانو نوی ریکارډ مات کړ

اقتصاد: هسپانیې د ګرځندویانو نوی ریکارډ مات کړ

د روان کال تر جولای پوري د تېر په پرتله تر هر وخت ډېر ګرځندویان هسپانیې ته
تللي دي او په دې سره هسپانیې د ۲۰۰۸ میلادي کال د ګرځندویانو ریکارډ مات
کړ. په ۲۰۰۸م کال کي د لومړیو اوو میاشتو په جریان کي د ګرځندویانو شمېر ۳۳،۶
میلیونه تنه وو او سږ کال یاد هیواد ته تر جولای پوري مجموعاً ۳۴ میلیونه ګرځندویان
داخل سوي دي. په دغه اندازه کسانو کي د تېر کال د هغو په پرتله ۳،۹ سلنه ډېرښت
راغلئ دئ.

د صنعت، انرژي او سیاحت د وزارت په وینا د جولای میاشت په هسپانیه کي د ګرځندویي له
مخي تر ټولو نورو میاشتو بهتره ده چي په ترڅ کي یې سږ کال ۷،۸ میلیونه ګرځندویان دغه
هیواد ته سفر کړئ وو.

هسپاینه چي د اروپا په جنوب کي موقعیت لري خورا ښه آب و هوا لري او د ګرځندویانو په اجنډا کي اکثره وخت پلان سوئ هیواد دئ. یاد هیواد د څو کلونو راهیسي د خرابي اقتصادي
وضعي سره مخ دئ او د بېکارو کسانو کچه يې هم خورا اوچته ده. د یادوني وړ ده چي په اقتصاد
کي يې ګرځندویان یو ډېر مهم رول لوبوي او د اقتصاد ۱۱ سلنه برخه يې د سیاحت
ده.