کور / شعر / د بريالي ناياب شعرونه

د بريالي ناياب شعرونه

دا خپل زړګی
لږ مې چې مات کړی وای دا خپل زړګی
ښه مې ټوټه کړی وای داخپل زړګی
لږ مې له سرو وینو چې پاک کړی وای
تک سپین مې ویستلی وای داخپل زړګی
وینی سره ښکاري مینه ځای لري
تش مې خالی کړی وای داخپل زړګی
پټ مې د الفت غیږیته وړی وای
لږ مې آرام کړی وای داخپل زړګی
مور لکه ماشوم په غیږکې ونیسي
داسې مې روزلی وای داخپل زړګی
تانه چې جدا شو آشنا داسې شو
لږ مې یوځای کړی وای داخپل زړګی
تاسره په یو پالنګ چې خوب وکړي
لږ مې ستا په غیږکې اچولی وای داخپل زړګی
غیږه کې دې ښه چې راټینګ کړی وای
تا له مې درکړی وای داخپل زړګی
دا دنایاب زړه ګوره
ښه مې زوره ولی وای داخپل زړګی
پنجشنبه
۲۲-اګست-۲۰۱۳
///////////////////////////////////////

آې سندر بولې جلۍ
کله چې په زیړ مازدیګر
د ګودر غاړیته سندرې وایې
او په منګی باندې د ساز او اواز
د ترنم پخاطر غږ اوباسې
خوته دخپلې غاړې
پدې تاثیر پوهیږې
چې دابه څومره زړونه
له کاره وباسي او ورک به یی کړي
پرته له دې خبرو
د خپل منګی دې هم
چې چیرې خیال ساتلی
او که په نه خبره
سوې سندرې وایې
د ښو ځوانانو پسې
سوې ښیراوې کوې
دویته دعا نه کوې
خو ګوره هر زلمیته
ستاسو د ژوند پخاطر
په ځان خطری اخلي
په هره سخته د ژوند
بس شکرانی اخلی
نو ته هم ګرانې واوره
داخپل سندریز مزل
که لږ بدل کړې
او دعاوی وکړې
بس په زیړی مازدیګر
د ګودر څنډیته سندرې وایه
نایاب
۱۵-اګست-۲۰۱۳ پنجشنبه
///////////////////////////////////

آرام به درنه واخلم ستا سکون به درنه واخلم
ظالمی ظلم مکړه ستا جنون به درنه واخلم
پخپل حسن دې دومره غرور مکړه
مغرورې زوره ورې ستا غرور به درنه واخلم
د کلی په مالت کې لږ په ورو شانی ګرځیږه
د ماتو ماتو زړونو بد او پور به درنه واخلم
که ته دې پخپل حسن یې کوچۍ لیلا مغروره
شپیلۍ به درنه واخلمه او شپون به درنه واخلم
د سرو شونډو زکات ته ستا دکلی ملا کیږم
چې کله روژه راشی زکات ټول به درنه واخلم
نایاب
۲۵-اکست-
///////////////////////////

زما د زړه پدغه وران کلي کې
داسې ښکاریږي شیش محل جوړیږي
خو زه له ځان سره بیا دا ووایم
چې دا دچا لپاره او د څه لپاره ؟
نایاب
۱۶-اګست-۲۰۱۳ جمعه ماښام
/////////////////////////////////////
آې زما مینې
تانه یوه کوچنۍ غوښتنه
هغه د مینې د وفا غوښتنه
چې ته پرې ټینګه اوسې
بس زما دا غوښتنه
پخپل حضور ومنه
نایاب
۱۵-اګست-۲۰۱۳
پنجشنبه