د زنګاوات د شهيدانو قاتل له قاضي بخښنه وغوښته
روبرت بیلز په امريکا کي د زنګاوات په دوو کلو کي د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۶ بېګنا ولسي خلګو د وژلو او اور ور اچولو له امله پرون ۲۲ اګست په امريکا کي محکمي ته حاضر کړل سو. نوموړي خپل جرم ومانه او له قاضي يي د بخښلو غوښتنه وکړه.
د امريکا د ځينو قانونونو له مخي د ۱۶ بيګنا افغانانو دغه قاتل د مرګ له سزا بچيدلای سي.دده مدافع وکيل هم دده د بخښلو غوښتنه کړيده.وکيل يي وايي نوموړي د رواني ناروغۍ او يوازيتوب له امله په ۸ ماشومان او ۸ نور کسان وژلي وه.
رابرت د ېادو وژنو د پاره په محکمه کي دلیل نه درلودئ , د نوموړي لخوا د دغو ډله ايزو وژنو اعتراف هغه د مرګ د سزا پر ځای له ۱۵ تر شلو کلونو په بند محکومولای سي چي ددغي مودې وروسته به بيرته ازاد ګرځي.
د وژل سوو کسانو د کورنيو څخه ژوندي پاته سوو کسانو ولسمشر کرزي ته په ارګ کي دننه د افغانستان د کابينې د غړو او لوی درستيز او د ملي امنیت په مخ کي خبردارئ ورکړئ و چي که يي دولت,ولسمشر او امنيتي چارواکي د سر او عزت ساتنه نسي کولائ پخپله به د خپلو شهيدانو غچ واخلي.
ولسمشر ته ورغلو ولسي خلګو هغه وخت هم ددغه امريکايي محکمه په افغانستان کي غوښته خو ولسمشر او کابېني يې د ميډيا پر وړاندي دټولي نړۍ مخته د پوښتنو دپاره د جوابونو په نه لرلو اعتراف وکئ.
ددغه امریکایی محکمه به د افغانانو پام ور واړوي ,دا احتمال هم سته د امريکا سره د افغانستان امنيتي تړون او هم پر دولت د خلګو باور باندي به هم اغېز پرېباسي.