کور / تازه خبرونه / تازه خبر:معلم اكبرپه لويه وياله كې دمسجدمخ ته ووژل سو

تازه خبر:معلم اكبرپه لويه وياله كې دمسجدمخ ته ووژل سو


نن سهارنږدي داته بجې نامعلومووسله والوموټرسائكل سپرودكندهارښارپه لويه وياله كې يوتن قومي مشردخپل كورمخ ته په ډزووواژه .


معلم اكبرخاكريزوال په لويه وياله كې دخپل كورترڅنګ دنوي جوړيدونكې مسجدله كارڅخه ليدنه كول چې تربريدلاندي ونيول سو.


دنوموړي زوي ولي محمدخاكريزوال وايې چې پلاري له هيچاسره شخصي دښمني نلرل اويوازي يې په سيمه كې ددقومي شخړوپه هواري اودخبروله لاري په دولتي كچه دستونزودهوارۍ هڅي كولې .


معلم اكبرخاكريزوال دكابل دمخكني امنيه قومندان جنرال اكرم خاكريزوال مشروروروچې په سيمه كې يې ديوه قومي مشرپه توګه سترمعبوبيت درلود.


دى به تل په لويوغونډواوناستوكې راڅرګندېده اودولس په ګټه به يې خبري كولي .


نوموړي به پرافغان دولت هم نيوكې كولي چې دخپلوناسموپاليسيوپه وجه يې يوشمېركسان په لوي لاس خپل مخالفت ته اړكړي دي .


دمعلم اكبرخاكريزوال پروژل كېدوپه كندهاركې ګڼ شمېركسان سخت په خفه دي اوله دولت څخه غوښتنه كوي چې دپېښي كلكه څارنه دي وكړي .


تراوسه نه پوليسودپېښي په تړواڅوك نيولي اونه يې هم دوژلومسئوليت چاپه غاړه اخيستي دي .