کور / هراړخیز / د هند ښكلې لوبغاړې سوشميتا وپيژنئ

د هند ښكلې لوبغاړې سوشميتا وپيژنئ

 سوشميتا سين په 1975 کال دحيدراباد په ښار کې زيږيدلي ده.
دهغې پلار شبير دهندوستان دهوايي قواوو منصب دار دي او دهغې مور شوبرا په دوبۍ کې دجواهراتو دوکان لري  دسوشميتا خور نيلم نوميږي او يو ورور لري چې راجيو نوميږي.


سوشميتا خپلې لومړنۍ زده کړې دناګپور په ښوونځي کې ترسره کړي او  تردې  وروسته يې دانګليسي ژبې ماسټري ترلاسه کړه همدارنګه يې دژورناليزم په پوهنځي کې خپل درسونه پاى ته ورسول.
هغې په پينځلس کلنۍ کې دخپل پلار په مرسته دلومړي ځل لپاره دهوايي قواو په يو غونډه کې تمثيل و کړ او وستايل شوه او بيا په پرله پسي توګه په څو اعلانونو كې څرګنده شوه.
 سوشميتا سين په  2004 کال کې دميس انډيا په سياليو کې ګډون وکړ او لومړي مقام يې وګټله سوشميتا برسيره پر دي يې دنړۍ دښايسته نجلي جايزه هم ګټلې .  هغې په 1996 کال کې باليوود سينما ته لاره پيدا کړه او دلومړي ځل لپاره په دستک فلم کې رول ولوباوه.


 سوشميتا سين سره لدي چي له ډيرو کسانو سره دميني اړيکي درلودي خو له يوه سره يې هم واده ونه کړه
هغې سره له دې چې واده يې نه دى کړې خو يوه ريني نومي  نجلي يې په لورتوب نيولې ده.  سوشميتا سين همدارنګه په بيوي نمبر ون فلم کې جايزه ګټلې ده،  سوشميتا دوزګارتيا په وخت کې داشعارو په ليکلو خپل وخت تيروي.


  سوشميتا تل دسمندر تر څنګ قدم وهي هغې ډير هيوادونو ته دسياحت لپاره تګ کړى دى دهغې خوښيږي چي د شپې  دوخته بيده شي او جګ موزيک اوريدل يې عادت دى