کور / شعر / ستا تصویر

ستا تصویر

کاغذونه می ډیر تور کړل

خو تصویر می ستا جوړ نه کړ

دا زما د سترګو عیب دی

که ستا مینی کړم بیخوده

یو حیران سفر په مخکی

لا روان په هغه لور یم

مسافر د پردو کور کی

لا هم زه دلته پردی یم

خو ستا نوم می تل په زړه دی

لکه شین چمن د ولو

تل تر تله شین روښانه

هم اوبلن له شاتو ډکه

یوه پاکه سپینه دښته

د دنیا په تله ورکه

خوشحالی او غم د زړه می

په هر وخت راسره مل دی

خوشحالی او غم د زړه می

«««

نا څرګنده خوا روان یم

په شمال او په جنوب کی
نه د کور زه احوال غواړم

نه پریشانه یم راوتی

خو آشنا می ډیر یادیږی

چی می ژوند د هغی په هیله

را روان یم

لا روان یم

په روښانه بدلونو کی

سمیع الله خالد سهاک

د جون پنځمه ۲۰۱۲ کال

مونتری، کالیفورنیا