کندهار:ځانمرګی بريد وسو ۲۶ کسه مړه او زخميان دي
نن سهار مهال نږدې يوولس بجې د دويمي امنيتي حوزې په ساحه کي د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٦ تنو ملکي کسانو ته مرګژوبله واوښته.
نوموړی ځانمرګي بريد چي د کندهار ښار جامع عمر ته څېرمه د کابل بانک مخي ته د يوه پلي ځانمرګي بريدکوونکي له خوا تر سره سوی د لومړنيو معلوماتو له مخي شپږ تنه پکي شهيدان سوي او شل تنه زخميان سوي دي.
ياده پېښه د عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کي رامنځته سوې او له کبله يې ډېری قربانيان هم عام خلک دي چي له کابل بانک څخه د خپلو تجارتي راکړې ورکړي په موخه د اسعارو د تبادلې او حواله جاتو په موخه راغلي وو.
د کندهار والي وياند لراوبر ډاټ کام ته وويل دکندهار والي پوهنوال توريالي ويسا د پېښي پړه پر طالبانو ور اچولې او وحشيانه عمل يې بللی او په کلکه يې غندلې ده ، نوموړي ددې پېښي د پلټنې په موخه امنيتي ارګانونو ته ددې پېښي د عاملينو د نيولو امر کړی دی .