يادونه
نن د يادونو لکه مسته پيغله
زما زړګی لکه ښکلوکی ماشوم
په هوس وتخناوه
څومره دې وخندا وه
له ډېره شوقه دې پری سپين غاښونه ولګول
څومره دي و ژړا وه
اوس يې په غيږ کې نيسه
او ښکلوه يې په ناز
رضا کوه يې که رضا دې نه کړ
نادان ماشوم دی زمانی خبروي
کاروان