کور / تازه خبرونه / دوه كاناډايي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول

دوه كاناډايي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول

 


 


دكندهار په ناآرامه ولسوالي ژېړۍ كې ديوې بمي چاودنې په ترڅ كې دوه كاناډايي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول .


دناټو له لوري خپره شوې اعلاميه دوژل شويو كسانو پخلى كوي خو دهغوى هويت نه ښيي اما دكندهار امنيتي چارواكي وايي چې مرګ ژوبله كاناډايي ځواكونو ته ور اوښتې ده .


په دغه چاودنه كې چې تېره ورځ وشوه دافغان پوځ يوسرتېرى او دكاناډايي ځواكونو يوژباړن هم وژل شوي دي .


تېره ورځ هلته سختي بمبارۍ هم شوي دي . ژېړۍ دكندهار ترټولو ناآرامه ولسوالي ده او دجنګ جګړو، چاودنو او وژنو راپورونه يې هره ورځ تررسنيو رسېږي ، داوسېدونكو ډېره برخه يې كډه شوي او دهري ورځې په تېرېدوسره يې باغونه مخ پر وچېدو ښكاري