خوب لیک

د لراوبر اداره | نوومبر 17th, 2007


خوب وینمه خلکو پښتانه سره یو شوي دي


لوړ لوړ دېوالونه دبېلتون را نړیدلي  دي



هرخوا ته جشنونه او مېلې په پښتون خوا کې دي


سترې  پرګنې   او   ولسونه   خوزېدلي   دي



جوړ په پيښور او په کابل کې چراغان وینم


لوی لوی قندیلونه  د بریښنا و لګیدلي دي



لور تر لورباغونه او بڼونه سنګار شويدي


واړه ځلمي نجونه په سيلونو راوتلي دي



چیرته د ځلمو چیرته د پيغلو اټنوڼه  دي


چیرته برګ اټن کې سره دواړه کېوتلي دي



وینم قمرګله او ګلناره بیرته ځوانې دي


نجونې يې په تمبل اټنو ته کې ایستلي دي



ستایې اولمیر له لوړ غږیز نه خپل زیبا وطن


خيال هم پښتانه ځلمي غیرت ته هځولي دي



قدر د هنر دی هنرمند نازول کیږي زیات


ځای ځای شاعرانو دفترونه غوړولي دي



ځوان غني ولاړ جګې خولۍ جګې شملې سره


ډیر نازک بابونه   يې د  شعر را سپړلي دي



کله له آسمان کله وختونو نه ګله کوي


شعر او فلسفه يې په پخو مزو تړلي دي



ستایې آزادي او ننګ غیرت خپلو شعرونو کې


مړه يې د مریانو په قبرونو  کې رټلي دي



وینم ستر حمزه د خپل ارمان په ننداره کې دی


شپې شپې د پښتون په بدمرغۍ یې چې ژړلي دي



بیل له خپله  قامه د حجاز سفر ته نه تللو


هرڅه یې د خپل قام سره ګډ په ځان منلي دي



ګورم منلګ جان د خپل شعرونو دېوان لاس کې دی


چاچې د پښتون د   بیدارۍ نغمې    ويلي      دي



هلته هم   الفت او حبیبي غاړه په غاړه دي


دوی چې نظم او نثر کې وياړونه ستر ګټلي دي



ناست دي په لوړ ځاې کې خوشحال خان او رحمان خوا په خوا


چاچې د  پښتون د ژوند  اصلي کرښې اېستلي   دي



ګورم د خوشحال تندی د لمر غوندې روښانه دی


ګونځې د زړښت یې مخ نه ليرې غورځېدلي دي



سپور شو په نيلي باندې سورلۍ لکه ازبک کوي


واړه مغلان  یې خپلې خاورې نه شړلي دي



نه دی مرور اوس د مومندو او خټکو نه


واړه پښتانه یې خپلې غېږې کې نيولي دي



غږ وشي چې غلی، دادی ستاسې خواته خان راځي


غلي شي ټول خلک سترګې لاروته نیولي دي



لیرې نه ښکاره فخر افغان شي سرخ پوشانو کې


ډیر ډیر زندانونه چې پښتون په سر ګاللي دي



څنګ ته یې روان وي صمد خان او نور رزمي ياران


خپلې  د   تن وينې يې   چې  قام و ته بښلي  دي



ووايې بچو  ! تاسې زما آرمان پوره کړلو


موږ ډیر کړاونه دغې ورځې ته زغملي دي



وګورۍ! زه مړ ومه ژوندی او بیرته ځوان شومه


دا د خپلواکۍ  او  استقلال  لمړنۍ   کلي  دي



تاسې به رسېږۍ آزادۍ لویو ښارونو ته


چيرته چې ولاړ د نیکمرغیو په کې څلي دي



ټولو     مبارک دې   د آزاد  وطن   جشنونه  شي


ټينګ کړۍ خپل لاسونه چې يو بل ته مو ورکړي دي



مړیم که ژوندی يم روح زما به اوس خوشحاله وي


دا زما آرمان دی  پښتانه  پرې  پوهېدلي   دي



چغې او نارې   شي : باچا خان زنده   باد!


هرچا له ډیرجوشه خپل سوکان پورته نېولي دي



جوړه هل هله او بیا غوغا شي سترکې لار ګوري


وایې احمدشاه   راځي  سپايان   خوزیدلي  دي



دوړې او ګردونه شي بیديا واخلي په سر باندې


هر چا د حیرت سترکې په ها خوا غړولي  دي



خلکو  ته نږدې  بیا د سپرو يو ګڼ کتار راشي


بیل ترینه يوځوان شو توره او ډال يې زړولي دي



ښکته شو له آس نه را روان د خلکو منځ ته شو


ويلې! زه احمد يم تاسو ټولو آوريدلي دي



زه وم مرور خپلو زامنو   خپلو وروڼو نه


چاچې د قدرت په سر په خپلو کې وژلي دي



ما په خپلو مټو لوی وطن ورته ګټلی وه


دوې زما ګټلي د اوبو په څپو وړي دي



نن شومه خبر په پښتونخوا کې اتحاد راغی


واړه پښتانه په يو جشن کې ټول شويدي



ما خپل خپګان شاته کړلو راغلمه نن تاسو ته


وګورم زما دا پښتانه! څومره ښاغلي دي



تاسې ته ددغو خوشحالیو  مبارک وایم


ما ستاسې غلیم ته سنګرونه ټول نيولي دي



خپل يووالی ټينګ کړۍ دښمنانو نه  ویریږۍ مه


دوی ټول هغه څوک دي چې ما ځای ځای څملولي دي



توره او ډال زما به ستاسې سر باندې ولاړ وي تل


ستاسې   اتحاد او  استقلال  سره     تړلي  دي



وروسته میرویس خان راغی د خلکو پرګنو مينځ ته


شاته يې روان محمود اشرف سوبيالي ژڼي   دي



و درید په وقار او متانت مصلح نیکه  زموږ


ویلې پښتانه ځلمي هر وخت کې سر ايستلي دي



ماته د شهاب او د غیاث قصې رایادې دي


چاچې هند او سند په خپله توره فتح کړي دي



تاسې به کروړ او بيټ نیکه په باب لوستلي وي


لوړې کارنامې يې وروستي نسلو ته پريښودلي دي



ولولۍ او ولیکۍ دا ستاسو تاریخونه دي


مري هغه قومونه چې ویده او خوبولي دي



دا زما ورمونه دي چې پريږدۍ د قدرت جګړۍ


څوک چې په دې لاره ځي سپک شوي او نتلي دي



تاسې د قدرت حل په جرګه او مرکو  وکړۍ


دغه ښه دودونه مونږه ټول و آزمویلي دي



ګورۍ بچو تاسې اوس ژوندون په نوي دور کوۍ


ستاسې عصر واړه نړیوال سره پېلي  دي



تاسې چې خپل نه لرۍ نو زده یې له دنيا کړۍ


دغه سرګرمي او سیاسي لوبې څومره ښکلي دي



زده دموکراسي کړۍ د خبرو لارې پرانځۍ


داد جګړو لارې ولسونو اوس غندلي دي



نه وي پایداره د برچو او ټوپکو نظم


دوې د پرګنو له ملاتړۍ لیرې وتلي دي



وسوزۍ توپک او دغه تؤره برچه ماته کړۍ


داد بدمرغۍ وسيلې پريږدۍ ډیر ناولي دي



غوره د ملت د پاک الله په وړاندې غوره وي


ماله   ابتدا  خپلو  وګړو  ته  ويلي   دي



دغه  لوړ سياست   دی دملت اراده  ومنۍ


دې نه سرکشي کې ډیر غټان را پرزیدلي دي



ونازوۍ ژبه ورورولي خپلو کې ټينګه  کړۍ


تل به ژوندي اوسۍ دا اصول ټولو منلي دي



ژبه مو تاريخ ، کلکه کړۍ ده د تاريخ زمونږ


ژبې په خپل زړه کې د وحدت توکي روزلي دي



ژبه  د  پلارونو  او   نيکونو  بډاینه   ده


ژبې مو د وياړ اوچت دودونه ټول ساتلي دي



زه درته خيالي او بې معنی نصحت نه کوم


پوی یم چې خوشحال زما خبرې ښې تللي دي



دا زړور احمد زما د خبرو هم تاييد کوي


نورمشران هم ستاسې دغې جشن ته راغلي دي



ودې   وايې ټول چې دا خبرې زما څنګه   دي؟


دا د واړو حق دی که ځوانان دي که سين ږیري دي



ټولو په پړکا د لاس او چغو ترې تاييد وکړو


هر چاد زړه تل ته د بابا اصول لویدلي دي



بیا هم  د سندرو او نغمو  فضا توده  شوله


جوش د قامولۍ دی زړونه زړونه پاريدلي دي



ساه د وطنپالو ده  ټوپونو غورځنګونو کې


وینې په رګ رګ کې د ځوانانو اېشېدلي دي



نوره  د  خوښۍ  او  ولولو  اندازه نه لګي


هر چا د سرور او خوشحالۍ سیند کې لمبلي دي
 
 
 



دې د شور مستۍ څپو کې ويښ شومه له خوب څخه


وویلی میرمنې پاڅې څه شراب دې څښلي دي



ما کړې سترګې بیرته هغه زوړ جهان مې وليدو


ناست د کهول غړي  ترهېدلي غلي غلي دي



هغسې توپونه   دي راکټې اوبمونه دي


هسې د پښتون بچي په خپلو کې لویدلي دي



لا هم ديوالونه د بیلتون  اوچت ولاړ  ښکاري


لا هم دسیسې د دښمنانو ښې غښتلي دي



چيرته یې د پيسو رنګين بازار راته خور کړی دی


چيرته يې شيطاني چارو بابونه پرانيستلي  دي



دلته په کابل کې دي ناروغه او رنځور غټان


رنځ د ځانمنۍ او لويې کې رغړیدلي دي



غیر له وحشتونو او مرګونو بله چار نشته


لور تر لور وژنو ويجاړۍ ته لګېدلي دي



دې نه په توپير حالت روان په پيښور کې دی


هلته هم خپسکو د نفاق غټان نيولي  دي



خواست ارمان يې يو دی خو یې لارې بېلې بېلې دي


يو  بل  ته  اړم دي ګریوانونه یې شلولي   دي



سود سودا توده ده پیر او پلور د یو او بل کوي


بيې غټې غټې په ځان هر چا ايښودلي  دي



وينمه خرڅيږي وزیران او وکیلان په کې


نن وي یوه ګوند کې سبا بل ته اوړیدلي دي



داد پښتنو غټانو حال دی لر او بره کې


ټول د نفاق اورته لکه خلي غورځېدلي دي



خپله ملامت دي که دښمن پرې ملامت کړمه


ولې خدايه دومره دا وګړي پريوتلي دي



تاسې هم لېدلي دي او مونږه هم لېدلي دي


ډير په ځانځانۍ اخته قومونه چې ورک شوي دي



نه یمه مايوسه نه مې زړه چيرته مات  شوی دی


ځکه لر او بره کې اوس هم ځلمي ويښ شوي دي



دوې نه خطا وځي د غليم په شنو او سرو باندې


واړه   غلیمان   دخپلې  خاورې   پيژاندلي دي



دوې به د پښتون د اتحاد خوب په ريښتيا کاندې


مايې    په  شملو کې دا ښايسته غوټۍ ليدلي دي



نه پريږدي چې دا خوب بې تعبیره بې تصویره شي


دوی   ددغې   عصر   په   رمزونو  رسېدلي  دي



داد شاعر خوب دی خو په  تش وهم ولاړ نه دی


تل  کې   بهيرونه   خوزښتونه    غوړېدلي   دي

Copyright Larawbar 2007-2024