کور / تازه خبرونه / دكابل كندهار پر لويه لاره دوولس كسان ووژل شول

دكابل كندهار پر لويه لاره دوولس كسان ووژل شول

 دكابل كندهار پر لويه لاره دزابل ولايت شاجوى ولسوالي ته څېرمه دښاسن خېلو په سيمه كې جګړه شوې . دزابل امنيتي چارواكي وايي چې په جګړه كې يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان دي . 



چارواكي وايي چې لومړى بريد وسله والوطالبانو وكړدنړۍ والو ځواكونو او افغان پوځ پر ګډه ګزمه وكړ دافغان پوځ يوسرتېرى ووژل شو او څلورنور يې ټپيان شول .


دكابل كندهار لويه لار چې دحكومتي مامورينو او حكومت پلوه كسانو پر مخ بنده ده اوس وسله وال طالبان ځانونه په دې بريالي بولي چې دنړۍ والو ځواكونو او افغان پوځ اوپوليسو كاروانونه هم په روغه له زابل ولايت څخه نه شي تېرېدلاى .