کور / تازه خبرونه / چارواكي: سلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبل واوښته

چارواكي: سلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبل واوښته

افغان چارواكي : 100سلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبل واوښته .



دكندهار په ناارامه ولسوالي ژېړۍ كې لا اوس هم پلټنيز عمليات دوام لري ، چارواكي وايي دعملياتو په اوږدوكې شاوخوا سل وسله وال طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي . دكندهار امنيه قوماندان ويپاڼي ته وويل كې دجنګ جګړې پر مهال ولسي وګړي نه دي زيانمن شوي خو دژېړۍ ولسوالي اوسېدونكي وايي چې دتېري ورځي دبمباريو او جنګ جګړو په ترڅ كې ددوومېرمنو او يوه ماشوم په ګډون اته ولسي اوسېدونكي وژل شوي او درې نور ټپيان دي . 



عيني شاهدانو دطالبانو شپږ مړي ليدلي دي او وايي چې ګڼ نور ټپيان هم دي .


وسله وال طالبان دخپلو دروملګرو وژنه تائيده وي .