کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبهرنيو پوځونو کوم جنايت يادکړم

دبهرنيو پوځونو کوم جنايت يادکړم

دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه دلړم ٢٦مه
Ibrahimi_w@yahoo.com
دبهرنيو پوځيانو لخوا دهېواد په ګوټ- ګوټ کې دملکي افغانانو وژنه ورځ په ورځ زياتيږي، نه پوهيږم ، چې آخر به څه کيږي ؟
حيران يم ، خپله دزړه خبره له کومه ځايه درته  پيل کړم ، چې افغان (دولتي چارواکي ) يې  ډار کړي دي اوکه يې ورته  ويلي ، چې چاته حال مه و ايئ اوکه کومه بله خبر ه ده .
دوي (امريکايان)  خو دتېښتې لاره ډيره ښه ويني ، دوي خو يوه خبرپاڼه خپره کړي اوراډيوګانوته يې واستوي ،چې په لسګونو وسلوال ترهګر ؟…….. مو وژلي يانيولي دي ،که کوم چارواکي کومې راډيو ته وويل چې په دې نښته يابمبارۍ کې ملکي وګړي هم وژل شوي، نو دوي بيا وايي چې موږ  څېړنه کوو .
په تېرو درې څلورو کلونو کې  دغو  وژنو ته به دسوې تفاهم نوم ورکول کېده ، خو اوس دغه شان وژنې پټه وي اوکه کومه ښکاره شي، نودوي وايي چې ټرورسټان مو له منځه وړي دي . څه موده وړاندې کابل ته نږدې دجلريز ولسوالۍ په اسماعيل خېلو کلي کې  دامريکايانو لخوا بمباري وشوه ، ديوه کور په کې نهه تنه له منځه لاړل په دې  پېښه کې مېرمنې ، ماشومان او کليوال هم شامل  وو .خو سيمه ييزو چارواکيو ا وامريکايانو ويل چې ترورستان مو وژلي، خو دسيمي  خلکو او د ولايتي شورا مشر حضرت جانان ويل چې ټول ملکي وګړي اوديوې کورنۍ غړي اوڅوتنه کليوال وو .له کليوالو څخه مې هم پوښتنه وکړه هغوي هم ويل چې ټول بې ګناه عام وګړي  وو .
کليوالوداهم  ويل ، نه پوهيږي چې ماشومان اوښځوته هم امريکايان ترهګر وايي اوکه بله خبره ده  .له دې پرته په کابل کې ، چې دپټېدو يې هيڅ امکان نشته،د بې ګناه افغانانو دځپلو په موخه ځينې پېښې د همدې بهرنيو له خوا رامنځته کيږي .
 تيره اونۍ دکابل په شش درک  سيمه کې يوتن هېوادوال ، چې په بايسکل سپور  و ،دهغو لنډکروزر  سپرو پوځيانولخوا ټپي کړل شو ، چې وروسته ددې بهرنيو له خوا ورته دټرافيکي پېښې نوم ورکړل شو .په سيمه کې مې له نږدې پو ليسو څخه پوښتنه وکړه چې داڅرنګه پېښه وه؟ هغوي ويل چې دايوه ټرافيکې پېښه وه او يو سپين ږيرى سړى په بايسکل سپور و، دامريکاسفارت دوو پوځي موټرو دغه تن ټپي اوبايسکل ېې لږ  ورته خراب کړ ، چې پوليسود وزير اکبرخان روغتون ته ولېږداوه  .
.نوموړي ويل چې امريکايانو ورته خپل کارت ورکړ او ورته يې وويل چې دبايسکل تاوان دې درکوو ،بيا سفارت ته راشه .زه وايم دبايسکل تاوان دې اور واخلي هغه زما افغان ورور، چې پښه يې ماته شوه ، دهغې تاوان خونشته ، خو له اوسپنې څخه دجوړشوي بايسکل تاوان شته .پوليسو ويل چې دهغه کس  له پښې ويني روانې وې اوامريکايي دخپل  ژباړن  په وسيله ورته ويل چې دبايسکل  زيان به دې درکړو .
هغه پوهيږي، چې دده پوښتنه خو څوک نه کوي چې هرډول شي  .
زه نه پوهيږم هر ه ورځ په هېواد کې ددغو مغروره بهرنيو ځواکونو له حوا بې شمېره  پېښې رامنځته او بيا پټې ساتل کيږي له دې يوه اونۍ وړاندې دکابل دحضوري چمن په سيمه کې ماښام ناوخته  دهمدې بهرنيانو له خوا دهينو موټر چلوونکى په پښه ټپي شو او دوى ځنې لاړل  .دامنيه په قوماندانۍ کې يوه جنرال راته وويل چې په سيمه کې مې نږدې پوليسو ته خبر ورکړ، چې دغه بهرنيان ، چې دهينو موټر چلوونکى يې ويشلى و، ودروئ اوپوښتنه ترې وکړئ چې ولې مو ويشتلى .هغه  ويل چې پوليسو ورته په مخابره کې وويل چې کله بهرنيانوته ورنږدې شوو، نوهغوى خپلې ماشې راته کش کړې .دلته په هېواد کې  دننه ددغو نابللو بهرنيو پوځي ميلمنولپاره داسې قاضيان اوڅارنوالان نشته، چې څوک دې ترې  پوښتنه وکړي ، ځکه دهغه تړون له مخې ، چې دوي راغلي په کې ويل شوي، چې که بهرني کوم جرم وکړ، نو په خپل اړوند هېواد کې دې محاکمه شي ،نه پوهيږم څوک چې يوکار کوي ،نو په يوه قانون کې ورته له وړاندې لار پيداکوي اودهغې له مخې بيا اقدام  کوي .داسې خو په هيڅ قانون کې نشته ، چې جرم دې په يوه هېوادکې ترسره شي اوسزا دې  په بل هېواد کې ورکړل  .داسزا يوازې دهاګ نړيواله محکمه کولاي شي چې بدبختانه اوس هغه هم د داسې چا په واک کې ده  …..  ؟؟ بهرنيان خوپه افغانستان کې دهيچا ترقانون لاندې نه دي ،دوي ته خو قومانده  هم له بهر نه ورکول کيږي او محاکمه يې هم همالته کيږي .؟ درې ورځې وړاندې  په پولنډ کې څارنوالانو هغه څلورتنه پوځيان ، چې دافغانستان په پکتيا ولايت کې مېشت وو تورن وپيژندل اودتوقيف کيدو امر يې ورکړ، چې دغو کسانو دروان کال په اکسټ مياشت کې شپږتنه ملکي افغانان وژلي وو .څارنوالانو پردوي ادعا وکړه چې دپکتياپه ولايت کې يې شپږتنه  افغان وګړي بې له کوم دليل څخه وژلي وو .دغو څارنوالانو داهم ويلي چې دوي دغه کسان په رڼا ورځ وژلي اوښه پوهيدل ،چې ملکي وګړي دي.
نه پوهيږم هره ورځ افغان وژل کيږي هره ورځ دافغان په کور بم راغورځول کيږي دابه  ترکومه داسې حال  وي ؟دغو بهرنيانو هغو زور ورو ته دبنګلو جوړولو زمينه مساعده کړه چې څوکاله وړاندې يې په افغانستان کې خلک وژلي او د خلکو په شتمنويې تالان ګډ کړى و او بيا چې کله يې دپاټکونو دټولو په خاطر څو تنه راولاړشول، نودوي دنړۍ بېلابېلو هېوادونوته وتښېدل .اوس به نو ټولو هېوادوالو ته ښه جوته شوې وي ، چې بهرنيان دلته دامنيت لپاره راغلي او که د عامو افغانانو د ځورولو  او وژلو لپاره ؟ ددوى ترڅنګ هغه خېټور افغانان چې کلونه کلونه يې ددې مظلوم ملت وينې زبېښلي او ددوى په وينو يې ښيښي ماڼۍ جوړې کړي ، ددې بهرنيو په کرغېړنو کړنو هيڅ غوږونه نه ګروي  او لاهم ددې مسلمان او بې چاره خلکو له ځپلو او ځورولو څخه خوند اخلي ، دا دې په ياد ولري چې د ريښتنې محاسبې ځاى ته تلوونکي دي لکه ددوى يوشمېر هغه ملګري  چې يو وخت يې د مظلومو هېوادوالو د اندامونو انبارونه جوړ کړي وو، خو داسې د مرګ  تر خولې ورسېدل ، چې هر څه يې نوروته پاتې شول .
ديوخپلواک افغانستان دجوړيدو په هيله  .ابراهيمي