کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی افغانستان ټولو درنو شاعرانو د پاملرنې وړ

د لوی افغانستان ټولو درنو شاعرانو د پاملرنې وړ

د تېرې خبرتيا په تعقيب دا دى يو ځل بيا ټولو درنو شاعرانو او د شعر مينه والو ته خبر ورکول کېږي چې د امن په نوم ګډه مشاعره، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د روان زيږيز کال د نومبر په ٢٧ او ٢٨ نېټه په کابل ښار کې جوړيږي.


په دې مشاعره کې به د سويلي، ختيزو او مرکزي ولايتونو پر شاعرانو سربېره د سهيلي او شمالي پښتونخوا شاعران هم ګډون ولري. نوموړې مشاعره د امن ګډې جرګې په تعقيب جوړيږي، دغه مشاعره به د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو او جنگ ځپلو سيمو کې په پرتو قومونو او قبايلو کې د سولې او امن روحيه پياوړې کړي.


د مشاعرې په پاى کې به د ټولو ګډونوالو شاعرانو له لنډې پېژندنې سره مل د هغوى د امن په اړه شعرونه په کتابي بڼه، ښکلې کچه او صحافت چاپ شي. همدا راز د مشاعرې په پاى کې به ښکلي شعرونه د افغان اصيلې موسيقۍ په تالونو کې د سندرغاړو له خوا کمپوز د لا معلوماتو لپاره تاسې کولى شئ له دې پته اړيکې ټينګې کړئ :


h.n@moic.gov.af
Hameednasary@yahoo.com
Provincial.nccc@gmail.com
0700989696
0700221340


يادونه: د شاعرانو د تګ راتګ ټول لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.