کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خبره له پخوا څخه شاړه شوې ده

خبره له پخوا څخه شاړه شوې ده

دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي لکنه دلړم ٢٧مه


Ibrahimi_w@yahoo.com


پوره شپږ کاله وړاندې په افغانستان کې نسبي امنيت و ،  د شپې او ورځې له مخې به هيوادوالو ،سوداګرو او موټر چلوونکيو کولاي شول چې د هېواد ګوټ ګوټ ته په  ډاډه زړه ولاړشي .


هغه مهال خو نه په کور دننه کوم بهرنى پوځي اونه يې هم زره بين لرونکي وسايل   اوکمرې او 52   B


الوتکي درلودې چې  غله به يې پرې په نښه کول او لمنځه وړل به يې .


 


نه ، هغه مهال هېڅ نه و خو يوشى  و ، چې وران کارانو غلو او انسان وژونکيو د اجرئت نه درلود ترڅو يو څو ک وتښتوي اويايې ولوټي .


دادى اوس چې دتېرو شپږو کلونو  راهېسې بهرنيان چې په پرمختللو وسايلو او پرمتخللې تکنالوژئ ځانونه ښه سمبال بولي  دامنيت ټينګښت  خو لاپريږده چې هماغه امنيت چې درلود  رانه وا يې خيست .څو ورځې وړاندې مې يو ملګرى   دهرات اوکابل پرلاره ټيلر موټر چلوي هغه راته ويل چې اوس دغلو له ويرې نه شو کولاي چې دمازيګر نه وروسته له ښارونو څخه بل ځاي ته حرکت وکړو .


دغه ملګري راته ويل چې مياشت تربلې مياشتې وضعيت خرابيږي او ورځ په ورځ غلاوي اوشوکې زياتيږي . نوموړي ملګري چې کابل ته راغلي و،  وويل چې اوس هغه پخواني پاټکونه بيا اچول شوي او رواج شوي دي پوليس  ولاړوي او د شيرنۍ په نوم پيسې غواړي خو چې کله سلګون ورته په لاس کې ونيسې نو وايې داکمې د ي اونه يې اخلي.هغه راته ويل ،   نه پوهيږم چې دپوليسانوله دې شيرنۍ به دکورنيو چارو وزارت چارواکي خبر وي اوکه نه .؟ نوموړي ويل چې دکابل دارغندي له پوستې نيولې بياترهراته او آن دکابل نه ترننګرهارپورې دوي چې موټر چلوي په دې لارو کې دشيرنۍ په نوم پيسې ترې اخيستل کيږي  .


هغه راته ويل چې اوس خودپوليسو سره بهرنيان مرستې کوي اوماشونه به يې په ډالرو وي نودوي ولې شيرنۍ غواړي ، ما ورته ويل چې ياره په شوکو چې يوڅو ک عادت شي نودهغې هيرول بيا سخت کارد ي .په افغانستان کې   دتيرو شپږو کلونو راپديخو چې  د٣٧ هيوادونو ٥١٠٠٠ سرتيري پراته د ي اودوي په ښارونو کې داسې په کش اوپش کې تاويږي چې ته به وايې په ريښتني توګه يې امنيت ټينګ کړي دي ددوي د موټرو په بغلونو ليکلي ( کمک اوهمکاري )   ISAF . ( سوله ساتي ځواکونه ).


دغه ځواکونه چې په ښارونو کې ګرزي نو هغه چين لرونکي(ذغره وال )  ټانکونه دکابل په دې نيمه قير شوي سړکونوځغلوي او دهرټانګ پرسر يې شين سترګي پوځيان   لاس په ماشه ناست وي اولاسونه خوځوي چې مه رانيږدې کيږئ اوياهم په لوډ سپيکر کې نارې وهي چې دايساف ځواکونه تيريږي ځانو نه ګوښه کړي .نه پوهيږم په دې تيريو شپږو کلونو کې دوي  په ښارونو کې   امنيت ټينګ کړي دي اوکه خراب کړي دي.


زه زياتره وخت په کابل کې اوسيږم خو کله چې له کابل څخه بيرو ن غزني ،لوګر اوياهم ننګرهار په لور لاړشم نو ضروري په لاره کې له يوه داسې لاره بندۍ سره مخ کيږم چې دوه يادرې ساعته دوام کوي .چې وروسته معلوم شي چې ولې لاره بنده وه نو وايې چې دامريکايې ځواکونو قطار ولاړ وو اوهغې لاره بنده کړې وه . دوي په ښارونو کې   هم چې ګرځي  اودخلکو دمزاحمت اولارې بندونې نه پرته بل څه يې که ترسره کړي وې راته ووياست  ؟ .


نه پوهيږم دوي ته څو ک نه وايې   چې امنيت مو ولې رانه واخيست اوکه يې ورته فکر نه دي ، اوس خو ډيرې قطعې   اوډيرې لواګانې اوډير ې نورې قوماندانۍ جوړې شوې ، نه پوهيږم دادې بيچاره وو خلکو غږ څو ک لکه چې نه اوري چې لارې بندي وي په دې کې مريض لرونکي کسان هم وي اوداسې کسان هم وي چې يابهرته روان وي دټکټونووخت يې پوره وي اوياهم ځني نور ضروري کارونه وي .که رښتيا سپينه خبره رانه غواړې فکر نه کوم په دې بهرنيو پوځونه به امن ټينګ شي   دانن ورځ دلړم ٢٧مه به يې نښاني وي  چې که له دې هم بدتر نه شو.بيابه ګورو  . ديوې داسې ورځې په هيله چې په ټول هيواد کې ډاډمن امن ولرو .