خالد شیخ محمد وايي چې دمرګ سزا دی ورکړل شي.
رحيم ګل څاروان
دګوانټنامو په زندان کې زنداني خالد شیخ محمد چې دالقاعده شبکې وتلی غړی وو او دوه کال مخکې په راولپنډۍ کې دپاکستان دپولیسو له نیول شوی او امریکې ته سپارل شوی، دپنجشنبې په ورځ دګوانټنامو په زندان کې یوې نظامي محکمې ته ویلي چې دی دی دمرګ په سزا ورسول شي.
هغه په امریکا کې دسپټمبر د یولسمې پیښې اصلی عامل بلل کیږي، له خالد شیخ محمد سره نور پنځه ملګري یې هم محکمې ته راوړل شوي وو، که په دوی ټول دا تورونه ثابت شي نو ښايي د مرګ سزا ورکړل شي.
دی نظامي محکمې خالد شیخ محمد پداسې حال کې وښود چې محکمې ته یې دلیدنې لپاره ګڼ شمیر خلک را غلي وو.
دا لومړی وار دی چې دا نظامي محکمې علني شوې ده خو د محکمې له صحن نه یې د ثبتیدو شونتیا نه برابره.