کور / تازه خبرونه / په پروان کې په یوی امریکايي موسسې وسلوال برید شوی.

په پروان کې په یوی امریکايي موسسې وسلوال برید شوی.

تیره شپه د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې دیوی امریکايي موسسې فینیکا په دفتر وسلوالو برید ترسره شوی چې له امله یې ددغې موسسې یو ساتونکی وژل شوی او بل یې ټپي شوی، د پروان امنیه قومندان خلیل الله ضیايي ویلي چې پدغه پيښه کې یو برید کوونکی هم وژل شوی خو هیڅ داسې نښې نشته چې وښايي ددغه برید کوونکي هویت څه شی دی.