کور / تازه خبرونه / د چورلکې د پریوتو له امله دوه بهرني سرتیري وژل شوي.

د چورلکې د پریوتو له امله دوه بهرني سرتیري وژل شوي.

دافغانستان په سویلي ولایت کندهار کې د ایتلافي ځواکونو یوه چورلکه تیره ورځ هغه مهال را پړمخې وغورځیده کله چې یوه نظامي ماموریته د پوځي قرار ګاه په لوري روانه وه، ددی چورلکې د لوېدو له امله دوه بهرني سرتیري وژل شوي، دایتلاف د ځواکونو له لوري په خپری شوی خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دوی ددغو سرتیرو هویت ددوی دکورنیو په خاطر نه په داګه کوي، په افغانستان کې د ایتلاف ځواکونو ویاند جنرال رومي نیلیس ګرین پدغه خبرپاڼه کې لیکلي چې چورلکه ۶:۳۰ بجو تیره ورځ په کندهار کې را پریوتې ، هغه وویل د وژل شویو سرتیرو جسدونه وړل شوي.
دغه ویاند ویلي چې ددی چورلکې د لویدو لا مل د وسلوالو طالبانو کار ندی.