کور / راپور / هلمند : تر ۲۰۰ زياتي مېرمني په لاسي ګنډلو بوختي

هلمند : تر ۲۰۰ زياتي مېرمني په لاسي ګنډلو بوختي

په هلمند ولايت كې تر۲۰۰ تنو زياتي ميرمني په لاسي ګنډولو بوختي دي   .


ددغه ميرمنو ترټولو غټه غوښتنه همداده چې حكومت اونړيوال  دي يي  لاسي صنايعوته  بازار ومومي .


كه څه هم  په هلمندولايت كې ګڼي ميرمني  لاسي ګنډل كوي  اوله دې لاري   غواړي چې خپلۍ كورنۍ دبې وزلۍ څخه راوباسي خوميرمني وايي چې  لاسي توكي يي بازرا نلري .


دوي وايي كه حكومت اونړيوال  ورسره په دې برخه كې مرسته وكړي نو ښايي  ډيري ميرمني  په   لاسي  صنايعو خپل اقتصاد لوړ كړي .


دهلمنددښځو چارو رئيسه فوزيه علومي وايي  چې  دهلمنديو ميرمنو لاسي  ګڼدل شوي توكي  دلوړ كيفيت څخه برخمن دي اوكه بازار ورته پيدا شي ښايي په ډېرو پيسو وپلور ل شي .


بي بي عايشه   هغه ميرمن ده چې  نورو ميرمنو ته  لاسي ګنډل ور زدكوي  .


هغه وايي چې په تيرو څوكلونو كې  شاوخوا پنځو س ميرمني  چې   اقتصادي حالت يي ښه نه ؤ  دخپلو ګنډل شوو توكو په پيسو يي  خپلي كورنۍ له بې وزلۍ څخه راايستلي دي


 دهلمنديو ميرمنو لاسي توكو ته  دبازار موندلو لپاره تيره اونۍ  هلمندميشتو برتانوي ځواكونو پنځه ورځني  وركشاپ  پيل كړ .


ددې وركشاپ موخه ميرمنوته دهغوي دلاسي توكو دبازار موندلو لاري چاري  ښودل وه .


هلمندۍ ميرمني غوښتنه كوي چې دولت اونړيوال كه  په راتلونكې كې هم په دې برخه كې  ورسره مرسته وكړي نو دوي به ددې جوګه شي چې  خپلي كورنۍ له بې وزلۍ څخه راوباسي .