د پښتو ادبي ټولني کلا سیف الله مشاعره جوړه کړه

د لراوبر اداره | جون 6th, 2008


د پښتو ادبي ټولني کلا سیف الله تر نظارت لاندي د یکشنبې (۱م جون) ده اولسوالی ده شوراپه تالار کي د لورالايئ څخه راغلي میلمه سید خیر محمد عارف صیب په مشرئ کي مشاعره  وشوه.


د دې مشاعرې پیل ده قرآن پاک په مبارکو آیاتو سره کلیم الله حنفي وکړ.


د دې مشاعرې د میلمه په حیث د لوی افغانستان څخه راغلئ ملیمه شاعر سعیدالله زابلي صیب ناست وؤ اود کوربه په حیث ده ټولني صدر عبدالخلاق خلاق  صیب ناست وؤ او په صدارتي مجلس کي د سنځاوئ  څخه راغلئ میلمه شاعردریاخان حقمل ده مسلم باغ ادبي قندیل ملګری محمدعلي عمري د ږوب محمدداوؤد جنون او ملګری عبدالستار زیرئ هم ناست وؤ.


د مشاعرې په پیل کښي محمدداؤد جنون او عبدالستار زیري خپلي ویناوي واورولې او وه ئې وئیل چي ادب د زوند تصویر اوتفسیر دی چي په کي هر څوک ده خپل ژوند ده لا ښائیسته کولو له پاره هلي ځلي کوي په بله معنا دوی په خپلو ویناوؤ کي ادب د ژوندده ښائیست او مهذبه جوړولو لار وګرځوله اوزیاته ئې کړه چی بايد موږ پښتانه ده خپلو ادبیاتو ده لا جدید کولو له پاره خپلي دغه رنګه هلي ځلي هروخت ګړندئ او بریالئ وه ساتو لکه څنګه چي نن دا پښتوادبي ټولنو په خپل خپل انداز سره لګیا دي او خواري کاږي د ستايئني وړ دي.


له دې ویناوؤ پس ده ادبي بانډارمشاعرې پیل پر یوه بجه وسو چي په کي ګڼ شمیر او له نزدو شاوخوا سیمو څخه راغلو شاعرانو ګډون درلودی.


لکه رحمت الله سرشار  عبدالواجدتږی  امیرمحمدلیکوال عبدالسلام کاکړ  نصیب خان سنګریار مطیع الله محتاج  حمید الله افګار  نصیب الله میرزئ   صالح محمد حقیار  حبیب الله خوشال  کلیم الله حنفي  طریف خان صبا  محب الله ښېراز  خان زمان کاکړ   محمدسرورصحرايئ محمدحیدروقار  نقیب الله نصرت   غلام جیلاني ساج   پارالدین اندیش  حبیب الله ثاقب  اکرام الله اکرام  کریم الله سودايئ  نقیب الله افغان  محمد نواز قائل  داکتور هیرات ناصر  عبدالقادر مجرم  محمد یوسف بیه وال   عبدالرشید حقمل  دریاخان حقمل  محمد علي عمری    داوؤدجنون  عبدالستار زیرئ  عبدالخلاق خلاق  سعیدالله زابلي  او سیدخیر محمد عارف صیب خپل خپل کلامونه وړاندی کړل او ده مشاعرې په پائ کي سعیدزابلي او خیر محمد عارف صیب هم خپلي عالمانه او خوند وري ویناوي وکړې اود پښتو ادبي ټولني کلاسیف الله وه دغه هلوځلو ته په ډیر درانه نظر وکتل او ده نور پر مختګ هیلي يئې ځني سرګندي کړې .هم دارنګه دا مشاعره ده ماپښین پر ۴ بجې پائ ته ورسیدله.له دې پس ټولو برخوالو ته ده چائ بندوبست سوی وؤ او باد کی ټولو برخوالو ته په مخه ښه وه ویئل سو.
 
سهیلي پښتونخوا کلاسیف الله

Copyright Larawbar 2007-2024