په قبايلي سيمه كې اولس تنه پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله واښته
حبيب تاثير - کوټه
په قبايلي سيمه كې د سړك د غاړي بمي چاودنې اولس تنه پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله، د پاكستاني پوځ د عامه اړيكو څآنګه يا اى ايس پي ار په خبره چې وايي په دغه درې تنه سرتېري وژل شوي دي او پاته څوارلس تنه يې ژوبل دي.
خو د ازادو رسنيو له لوري لراوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: په دغه پېښه كې نهه تنه سرتېري وژل شوي او پاته اته تنه يې سخت ژوبل دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي.
دولتي چارواكيو خبر وركړى دى چې دغه پېښه د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په يويا سيمه كې په داسي حال كې رامنځ ته شوې ده چې د يادو سرتېرو كاروان د پېښې له ځاى څخه د تېرېدو په حال كې وو.
كه څه هم تراوسه پوري چا د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو د دغې سيمې ترڅنګ د قبايلي سيمو په ډېرى ځآيونو كې ډېرى وخت پاكستاني سرتېرى له دغه ډول پېښو سره مخامخ كېږي، چې زيات وخت يې د پاكستان وسله والو طالبانو ډلې د ترسره كولو پړه پر غاړه اخيستې وي.
له دې څخه پرته په قبايلي سيمه كې د وسله والو طالبانو له لوري پاكستاني سرتېرې له خپلو پوستو او چاوڼيو څخه تښتول شوي او وروسته په ډله ييزه توګه وژل شوي دي، چې هغه يې د پاكستاني سرتېرو له لوري د خپلو ملګرو د وژل كېدو او يا هم بندي كېدو غچ بولي.