په لاهور كې وسله وال بريد اووه تنه ټپيان كړل

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 1st, 2013


د پاكستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار كې وسله والو كسانو په بريد كي اووه تنه ټپيان كړل، لراوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: دغه پېښه د دغه ښار په فرخ اباد سيمه كې څو لحظې وړاندې رامنځ ته شوې ده.
د سيمې پوليس وايي چې: د دغې پېښې په ټپيانو كې درې مېرمنې او دوه تنه ماشومان هم شتون لري، خو دا يې نه دي ويلي چې پېښه څنګه او د چا له لوري رامنځ ته شوې ده، ياده دي وي چې تراوسه پوري چا د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

Copyright Larawbar 2007-2024