کور / ترخې خبري / په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۰

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۰

د جنگي اسيرانو د بدن د غړو پرېکول يا د بدن پر غړو طبي او علمي تجربې کول:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې په لسم جُزء کي د اسيرو کسانو د بدن د غړو پرې کول يا د هغو د بدن پر غړو د داسي طبي او علمي تجربو خبره راغلې ده، چي نه د پام وړ کس د عمومي روغتيا، غاښو يا نوري معالجي له اړخه د توجيه او منلو وړ يي؛ او نه هم دا تجربې د هغه يا هغې د گټي دپاره کيږي، بلکي برعکس د هغو د مرگ يا روغتيايي حالت د سخت زيانمنولو سَوَب گرزي. دا چي په دې اړه په بگرام، گوانتنامو او نورو امريکايي محبسو او توقيفخانو کي له بندي افغانانو سره څه چلن کيږي، مستند شواهد په لاس کي نه لرو؛ خو په دې دردونکي واقعيت د درستي نړۍ خلگ خبر دي، چي د ۲۰۱۰ع کال په دوبي کي په وژونکي ډلي مسما امريکايي عسکرو د بازييو او ساتېري دپاره د کندهار په ميوند اولسوالۍ کي د جنگي صحنې په جعل کولو سره د يوه پينځلس کلن هلک په گډون زموږ درې بې گونا وطنداران په گولييو و وژل؛ او بيا يې د هغوی د بدن ځيني غړي د خپل بربريت او حيوانيت د « يادگار » په توگه، له ځانو سره يووړل.۶۵ البته، دا پېښه په تېرو يوولسو کالو کي د امريکايي او ايتلافي پوځيانو يوازني بشري ضد او جنگي جنايت نه دئ. امريکايي عسکرو تر دې وحشيانه جنايت سمدستي وروسته په زابل ولايت کي د نورو وژل سوو افغانانو د بدن له پرې سوو غړو سره خپل کرغېړن عکسونه خپارل کړل.۶۶ د ۲۰۱۲ع کال د مارچ پر يوولسمه د جنايتکارو امريکايي عسکرو له خوا د کندهار د پنجوايي اولسوالۍ په زنگاوات سيمه کي د کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون د شپاړسو معصومو کليوالو وحشيانه وژنه، سوځونه او بې پتي د يرغلگرو لښکرو بل نه هېرېدونکی بشري او جنگي دئ. داسي پېښي هم لږ نه دي، چي ځينو امريکايي يا ايتلافي پوځيانو د حيواني تندي ماتولو يا کمولو په مخسد زموږ ځيني بې گونا هيوادوال واردواره د القاعدې، طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو په نامه وژلي؛ او بيا يې د بدن ځيني غړي پرې کړي يا ټول جسد ته اور اچولئ دئ. د يوټيوب دا ويډيو وگورئ؛ او په خپله قضاوت وکئ، چي امريکايي او ايتلافي کاوبايانو زموږ په هيواد کي څه ډول شرموونکي بشري ضد او جنگي جنايتونه کړي دي!۶۷

په جنگي عملياتو کي له زهرو يا زهرجنو وسلو څخه کار اخيستل:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې په اوولسم (۱۷) او اتلسم ( ۱۸) جُزء کي له زهرو، زهرجنو وسلو، سا بندونکو، زهرجنو غازو يا نورو ورته مايعاتو، موادو او وسايلو څخه د کار اخيستني جنگي جنايت تسجيل سوئ دئ. په جنگي عملياتو کي له زهرو او زهرجنو وسلو څخه کار اخيستل، يقيناً داسي جنگي او بشري ضد جنايت دئ، چي د بين المللي حقوقو په ټولو اړونده اسنادوکي په پوره دقت او صراحت غندل سوئ دئ. شواهد او اسناد ښيي، چي امريکايي لښکرو زموږ په هيواد کي حتا د هغو وسلو له استعمال څخه هم لاس نه دئ اخيستئ، چي په جوړښت کې له سرطان زېږونکو وړانگو( راډيو اکټيو) عناصرو څخه استفاده سوې ده.
په افغانستان کي د لوړي اندازې يورانيم لرونکو وسلو د استعمال واقعيت د نړۍ د خورا ډېرو څېړونکو، په تېره بيا د انگلستان د يورانيمو د خپلواک څېړونکي- ډای ويليمز(Dai Williams)، په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني له مرکز څخه د امريکايي پوځ د پخواني سلاکار او د طب د پروفيسر، ډاکټر ا. ډوراکوويچ (Dr Asaf Durakovic) او د امريکا د متحدو ايالتو د ډاکټر مارک هيرالډMarc Herald) (Dr په څېړنو کي، له بشپړ تفصيل سره بيان سوئ دئ. سربېره پر دې، بېلابېلو بين المللي ورځپاڼو او تلويزوني کانالو لکه لومونډ ډيپلوماټيک، گارډين، فرنټير پوسټ، بي. بي. سي.، سي. بي. ايس.، الجزيرې او داسي نورو هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د امريکايي لښکرو له خوا د يورانيم لرونکو وسلو د کاراخيستني په اړه مفصل خبرونه او رپوټونه خپاره کړي دي.۶۸

ډاکټر ډوراکوويچ د ۲۰۰۲ع کال په می کي و افغانستان ته د کاناډا د يورانيمو د طبي څېړني د مرکز د متخصصينو يوه ډله ولېږله، چي په ملکي افغانانو کي د يورانيمو گچه او ناوړه اغېزې وگوري. په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني مرکز(UMRC) په افغانستان کي تر خپلو کتنو او پلټنو وروسته داسي رپوټ وړاندي کئ:« د وسلو د ډولو او د هغو د انتقال د سيسټمو خپلواکه څارنه ښيي، چي ايتلافي قواوو له راډيو اکټيو موادو، د يورانيمو د زهري مرکباتو او د کلکواو پياوړو نخښو د تخريب په خاطر له يورانيمي سرگلولو څخه کار اخيستئ دئ.» په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني د مرکز د متخصصانو لېږل سوي ډلي په خپل راپور کي زياته کړې ده، چي د دوی ډلي په سوو داسي کسان وموندل، چي د خليج په جگړه کي له شاملو پوځيانو سره په ورته ناروغييو او اعراضو اخته وه. ښايي په دې وجه، چي هغوی هم د يورانيمو دوړي تنفس کړي وې.

وروسته په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني مرکز، د يورانيم لرونکو وسلو د ځينو ډولو د استعمال په اړه د خپل شک او گومان د کره کولو دپاره د اوولسو( ۱۷) افغانانو د بولو( متيازو) نمونې د انگلستان و يوه خپلواک لابراتوار ته واستولې. رپوټ په دې باره کي وايي:« د بولو ورکوونکو هري نمونې ، بېله استثنا د هغوی په بدنو کي د يورانيمو ککړتيا و ښووله.»

په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني د مرکز په وينا، د افغانانو د ازمويني نتيجې اريانونکي وې:« د استول سوو بولو په نمونو کي د زهرو او راډيو اکټيو يورانيمو د آيسوتوپو/ آيزوتوپو(isotopes) دونه غلظت يا گاټه والی و ليدل سو، چي په ۱۹۹۹ع کال کي د خليج د جگړې د برخه والو پوځيانو د بولو تر کتل سوو نمونو له سلو( ۱۰۰) څخه تر څلورو سوو( ۴۰۰ ) ځله زيات ؤ. په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني دا مرکز د امريکايي قواوو په کار اخيستونکو وسلو کي د يورانيمو و لوړي گچي ته په کتو سره استدلال کيي، چي په افغانستان کي جنگېدونکي عسکر او د مرستندويه سازمانو کارکوونکي هم د دغو وسلو له خطره خوندي نه دي. ډاکټر ډوراکوويچ د خپلو موندونو په پای کي د ترلاسه سوو نتيجو په اړه تعجب او ارياني ښوولې ده. ۶۹
د امريکا د متحدو ايالتو او انگلستان د دفاع وزارتو په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني د مرکز د متخصصينو پر مستندو څېړنو او موندنو سربېره، په افغانستان کي د خپلو لښکرو د يورانيم لرونکو وسلو پر استعمال سترگي پټي کړي دي. د بي بي سي نيوز آن لاين د محيطي چارو خبريال، اليکس کربي، په افغانستان کي د امريکايي او انگليسي پوځو له خوا د يورانيم لرونکو وسلو د کار اخيستني په اړه د خپل رپوټ په پای کي کاږي:« د انگلستان د دفاع وزارت وايي، چي دې وزارت په افغانستان کي له کمزورو يورانيمو يا نورو يورانيم لرونکو وسلو څخه کار نه دئ اخيستئ. د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند هم و« بي بي سي نيوز آن لاين » ته وويل، چي متحدو ايالتو په افغانستان کي له يورانيم لرونکو وسلو څخه استفاده نه ده کړې؛ خو په ملکي افغانانو کې د يورانيمو د لوړي گچي په باب د ډاکټر ډوراکوويچ پر موندنوڅه تبصره و نه کړای سول.»۷۰

لکه څنگه چي گورو، په افغانستان کي له يورانيم لرونکو وسلو څخه د امريکايي او برتانوي عسکري قوتو کار اخيستنه، مازي تشه او بې بنياده ادعا نه ده. افغان ليکوال او څېړونکي، ډاکټر داوود ميرَکي، هم په خپله مفصله او مستنده تحقيقي ليکنه کي د امريکايي او انگرېزي يرغلگرو د دغه راز بشري ضد او جنگي جنايتو په باره کي پراخ شواهد او ثبوتونه وړاندي کړي دي. د ښاغلي ميرَکي د ليکنو له مخي، امريکايي او برتانوي پوځو په افغانستان کي داسي وسلې استعمال کړي دي، چي په جوړښت کې د کار سوو يورانيمو اندازه په عراق او بالکان کي د استعمال سوو وسلو د يورانيمو په پرتله، درې چنده زياته ده. د امريکايي او انگليسي لښکرو په بېلابېلو وسلو کي د يورانيمو د گچي همدې زياتوالي نه يوازي د هيواد په گوټ گوټ کي زموږ بې گونا هيوادوال له ډول ډول سرطاني ناروغييو او د مغز، پښتورگو، اينې، زړه او داسي نورو حياتي اورگانو په گډون له نورو سختو او اوږدو ناجوړييو سره مخامخ کړي دي، بلکي د ژوو د استوگني او بېلابېلو بوټو د کرهڼي او روزني چاپېر يې هم په زهرجنو او راډيو اکټيو موادو ککړ کړئ دئ. ډاکټر ميرکي و دې وحشتناکو جنايتو ته په حقه« د امريکا د بې ږغ و ږوغه ټولوژني يا جينوسايډ» نوم ورکړئ دئ؛ ځکه ټول گورو چي د دې نه بخښوونکي بشري ضد او جنگي جنايت د وژونکو اغېزو له شامته نه يوازي زموږ زرونه معصوم هيودوال په خاموشۍ سره د ژوندانه له طبيعي حقه بې برخي کيږي، بلکي کوچنيان او راتلونکي پښتونه( نسلونه ) يې هم له خطرناکو عواقبو څخه خوندي نه دي. د ښاغلي ميرَکي په ليکنه کي راغونډ سوي عکسونه او شواهد د امريکايي يرغلگرو د« بشر دوستۍ »،« تمدن سالارۍ » او« ډيموکراسۍ » پر تندي يو بل تور داغ دئ. افغانان او نړيوال د سر په سترگو ويني، هغه امريکايي او ايتلافي پوځونه، چي د تروريزم او افراطيت له منگولو څخه د بېوزلو او جنگځبلو افغانانو د ژغورني، د ښځو د آزادۍ، ډيموکراسي، قانونيت، عدالت او سوکالۍ په نامه راغلي وه، د خپل يرغل له همغه پيل څخه تر ننه په داسي وحشتناکو جنايتو کي ښکېل دي، چي له ليدو يې د سړي پر وجود ويښتان دريږي.۷۱

د داوود ميرکي په ليکنو کي راغلي مرکې او عکسونه او د ډوراکوويچ په مشرۍ په کاناډا کي د يورانيمو د طبي څېړني د مرکز علمي او تحقيقي موندني، گرده په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو، په تېره بيا امريکايي پوځ له خوا د يورانيم لرونکو وسلو کاراخيستنه زباتيي! د امريکا او انگلستان د دفاع وزارتونه نسي کولای دا لمر غوندي روښانه واقعيتونه په دوو گوتو پټ کي.
_____
لمنليکونه

65 ــــــــ,”Maywand District murders”, From Wikipedia, the free encyclopedia:
http://en.wikipedia.org/wiki/Maywand_District_murders

66 David Zucchino, “U.S. troops posed with body parts of Afghan bombers”, Los Angeles Times, April 18, 2012:
http://www.latimes.com/news/nationworld/nation/la-na-afghan photos 20120418,0,5032601.story?track=rss&utm_source=feedburner&utm_medium=feed&utm_ca mpaign=Feed%3A+MostEmailed+%28L.A.+Times+-+Most+E-mailed+Stories%29

67 ــــــــ, “US Troops Burning Afghan Taliban Corpses”, You Tube, 24 Jan, 2012: http://www.youtube.com/watch?v=wE7VQ1_cb6I

68 Dr Mohammed Daud Miraki [Mirakay], “Perpetual Death From America”, RENSE.COM, 24/02/03: http://rense.com/general35/perp.htm

69 Alex Kirby, BBC News Online environment correspondent, “Afghans’ uranium levels spark alert”, 22 May, 2003: http://news.bbc.co.uk/1/hi/sci/tech/3050317.stm

70 Alex Kirby, BBC News Online environment correspondent, “Afghans’ uranium levels spark alert”, 22 May, 2003: http://news.bbc.co.uk/1/hi/sci/tech/3050317.stm

71 Dr Mohammed Daud Miraki [Mirakay],“The Silent Genocide from America”, RENSE.COM: http://rense.com/general37/InvisibleGenocid.html

پاته په بله برخه کي