کور / اسلامي / د مور سره ښه سلوک ورځنى حديث

د مور سره ښه سلوک ورځنى حديث

ورځنى حديث
ليکوال: حکمت الله کندهارى
خپرندوى: لراوبر کندهار څانګه

نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي:

زه جنت ته داخل سوم نو هلته ما د قران لوستونکي اواز واورېد ما وپوښتل چي دا څوک دئ چي قران شريف لولي ؟
ملائکو وويل : دا حارثه (رض) دئ.
د دې په اورېدو سره اصحابو ته دا پوښتنه پيدا سوه چي حارثه(رض) ته دا درجه څنګه نصيب سوه !

حضور ص ددې سبب بيانولو سره وفرمايل : دا ثواب و ده ته د هغو نېکيو په بدل کي ورکول سو کوم چي ده به د مور او پلار سره کولې او حارثه بن نعمات د مور سره ډېر ښه سلوک کوونکى وو.

(شرح السنه ، بهقي)(مشکات ٤٧٠٩)