کور / رسنۍ / د رښتیا دویمه ګڼه خپره شوه

د رښتیا دویمه ګڼه خپره شوه

له پکتیکا څخه د خپرېدونکې مهالنۍ مجلې دویمه ګڼه خپره شوه. د رښتیا دغه ګڼه ټول اته څلویښت مخونه لری، چې بېلابېل سیاسی، ټولنیز او کلتوری مالومات پکې خپاره شوی دی.

د رښتیا د امتیاز څښتن پکتیکاوال فرهنګیان دی او مسوولیت یی د دادمحمد ناوک پرغاړه دی. چې ذبیح الله ښاد او محمد جمیل جمال یی مرستیالان دی.

یاده دی وی، چې دا مجله په پکتیکا کې لومړنۍ خپلواکه مجله ده، چې د خپراوی لګښت یی هم د مجلې د خپروونکې ډلې د همکارانو په غاړه دی.

د رښتیا په دې ګڼه کې د عبدالهادی مجاهد،اسدالله غضنفر،دکتور امیر محمد منصوری، ریاض تسنیم،نورمحمد سعید، انعام الله ګوهر، پاکیزې ارزو او ګڼ شمېرنورو لیکوالو او شاعرانو، لیکنې، ژباړې او شعرونه خپاره شوی دی. د رښتیا ادارې پتېیلې چې په راتلونکې کې به دغه مجله له مهالنۍ نه پر درې میاشتنۍ بدله کړی.

که یی په اړه وړاندیزونه یا نیوکې لرﺉ، نو:

dadnawak@gmail.com\

0799104496

په درنښت

د رښتیا اداره