کندهار:امنيت شورا د لويو لارو او سرحدونو پر ساتنه باندي بحث وکړ
د کندهار ولايت د امنيت شورا په اوونيزه امنيتي غونډه کي نن د لويو لاردو د ساتني لپاره پر لازمو اقداماتو او سرحدونو د ساتني لپاره پر نوري توجه باندي بحث وکړى.
شورا چي د کندهار والي او امنيت شورا د رئيس پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي د ټولو نظامي ارګانونو مسؤلينو او منسوبينو برخه اخستې وه.
د شورا رئيس د غونډي برخوالو ته وويل، چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي د امنيتي ارګانونو کارونه او فعاليتونه د زياتي ستايني وړ ول خو په خبره يې، چي لا هم نور کار ته ضرورت دى او بايد تر ټولو زيات د لارو ساتني او د همسايه ولايتونو سره سرحدونو ته زيات پام واوړي.

د کندهار-هرات او کندهار-هلمند ترمنځ لاري هغه ساحې وي، چي د ولايتونو ترمنځ د غځېدلو سړکونو په عنوان کي يې د امنيت ساتني لپاره د زياتو اقداماتو غوښتنه وسوه، ځکه چي د کندهار په مربوطاتو کي د کندهار-کابل او کندهار-سپين بولدک ترمنځ پر لويو لاردو باندي لا هم چندان قوي امنيتي مشکل نه دى پيښ سوى او لاري خوندي دي.
هغه همداراز يادونه وکړه، چي په ټاکنو کي د ګډون لپاره د خلکو مينه او علاقه زياته سوې او بويه چي د ټاکنو کمېسون ټولو ساحو ته د رسيدګۍ لپاره نور اقدامات هم وکړي.
نوموړي د ټاکنو له خپلواک کمېسون څخه وغوښتل، چي د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کي د سرتيرو د نوم ثبتوني لپاره مراکز پرانيزي او هم په هغو مېله ځايونو او زيارتونو کي، چي د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وې خپل دفاتر پرانيزي ترڅو د نوم ليکنۍ لړۍ چټکه سي.
د نن ورځي په مجلس کي د غورک او ميانشين په ولسواليو کي د محلي پوليسو د معاشاتو، اکمال او تجهيز پر مسايلو هم بحث وسو او اړوندو مرجو ته هدايت وسو چي د محلي پوليسو د قوي کولو او ملاتړ لپاره دي، هرڅومره ژر، چي شونې وي پلانونه طرحه او عملي سي.
د شورا مشر ټولو امنيتي ارګانونو ته وظيفه وسپارله چي د هغو قرارداديانو پر خلاف، چي د هوايي ډګر اړوند او نورو دولتي ملکيتونو څخه استفاده کوي او يا يې هم ملکيتونه جوړ کړي جدي برخورد وکړي او د قانوني مراحلو تر طى وروسته ورته د فعاليت اجازه ورکړي.
ښاغلي ويسا د افغاني قواوو قومندانانو ته هدايت وکړى، چي د ټولو هغو کسانو پر خلاف، چي د برېښنا څخه په غير قانوني توګه استفاده کوي او يا هم د برېښنا محصول نه تحويلوي، د برېښنا رياست د کارکوونکو ملا وتړي او د خودسريو مخه ونيسي.