امريکا جرمني او هالنډ شپيته زره سوريايي مهاجر مني
د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دی چي د سوريې ۴۵۰۰۰ اړمنو مهاجرو ته به د قانوني مهاجرو په توګه ځای او اسناد ورکوي.
په دوهم قدم کي جرمني او هالنډ هم د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنرۍ ته تر لسو زرو پوري د سوريې کډوالو منلو ژمنه او تيارئ کړئ دی.
د هالنډ هيواد د مهاجرو چارو اداره وايي چي لومړني ۲۵۰ کسان به له حقوقي پروسي او د محکمې له تحقېق څخه معاف وي او هالنډ ته په رارسيدو به سيده ددوی لپاره اوډل سوو کورونو ته ستنيږي,دوی وايي چي دغه تر نورو حقداره کسان به له مخکي په نښه سوي وي..
د سوريې وګړو دپاره دلويديځ دغه لومړنۍ شميرې ښايي د لومړني زرغونه څراغ معنا ولري، که د سوریې جګړه نوره هم وغځيږي ښايي تر مليون زيات مهاجر اروپا او امريکا ته لاره وکړي.
د احسائيو له مخي تر اوسه له سوريې څخه نژدې يو مليون کسان يوازي ليبنان ته اوښتي دي چي ددعه هيواد خپل نفوس يوازي څلور مليونه کسانو ته رسيږي.
د سوريې څخه د مهاجرو سوو په اړه دردوونکي رپورټونه خپريږي.ددوی په اړه ويل کيږي چي ماشومان او زاړه کسان د څښاک پاکو اوبو او مناسبو خوړو د کمبود ستونزي لري او روغتيايي اسانتياو ته لاس رسئ نلري، پر ښځو د جنسي تيري خبرونه يې هم له پامه نسي غورځول کيدای.
د يادوني وړ ده چي د تېر څه کم دوو کلونو جګړې را وروسته د سوريې سل زره اتباع وژل سوي او يو نامالوم شمير زخميان سويدي. که د بشرالاسد پر رژيم د ناټو غړو هيوادو او امريکا لخوا پوځي بريد تر سره سي ګمان کيږي چي د سوريې د جګړې د قربانيانو پورته يادي سوي شمېرې به په څو ځله ضرب سي.