کور / سياسي / څنګه تاسی ښه رهبر جوړیدای شی؟

څنګه تاسی ښه رهبر جوړیدای شی؟

How to become a good leader?

ډیر وخت زه د خلکو سره په خاصه توګه د ځوانانو سره د غږیدو په ترڅ کی اورم چی زه غواړم سیاسی علوم، حقوق، دیپلوماسی یا نړیوالی اړیکی ووایم تر څو یو ښه رهبر شم. حال دا چی دا تیوری غلطه ده څکه د رهبرۍ د تعریف څخه داسی مفهوم په ګوته کیږی چی رهبری د نورو خلکو په اجتماعی ډول سره متاثره کول دی تر څو هغوی یو عمومی هدف ته سوق کړی او هغه تر لاسه کړی. نو د خلکو یو لوری ته هدایت کول یوازی په حقوق یا سیاسی مضمونونو پوری نده تړلی څکه د رهبرۍ مهارتونه ټول کسان، نر او ښځی، واړه او زاړه، سواد لرونکی او بی سواده کسب کړی او کولی شی د نورو خلکو د هدایت او مسیر ورکولو واګی په لاس کی واخلی. 

اوس به پدی باندی وغږیږو چی ښه رهبر څوک دی او څه کوی؟
1. ماته چلنج راکړه تر څو زه هغه سره مقابله او حل یی کړم
2. د هر کار د اجرا کولو لپاره مثالونه ورکوی
3. د پلویانو لپاره د هدایاتو او طرزالعملونو ورکولو مخکی خپل دلایل تیاروی.
4. د خپلو پلویانو څخه غواړی چی نظر ورکړی او د هغوی نظرونه اصلاح کړی.
5. تر آخره په یو کار پسی وی.
6. ترحم لری او هر وخت مطابق د شرایطو ځان پوهاوی لری.
7. په تصامیمو کی مثبت قاطعیت لری.
8. د هغه سره هر څوک په آسانۍ خبری کولی شی او ډیر وخت د خلکو سره یوځای وی.
9. په خپلو وعدو ولاړ وی.
10. نورو خلکو ته انکشاف ورکوی او د هغوی په انکشاف باندی خوشحالتیا ښیی.
11. د نورو کریدیت ، ارزښتونه او امتیازات ځانته نه اخلی.
12. کله چی بریالی شی نو هغه د خپلو پلویانو یا همکارانو سره تجلیل کوی.
13. زر زر نه په قهر کیږی او هر رقم خبری اوریدلی شی یعنی open وی.
14. هر وخت خوشبین او صبور وی او دا فکر کوی چی هغوی به کامیاب وی.
15. کله چی هغه ته ضرورت وی نو هغه هلته موجود وی.
16. ښه رهبر دهری موضوع په هکله خپلی څیړنی کوی او یوازی په اوریدو باندی اکتفا نکوی.

آیا تاسی غواړی چی په خپل ځان او بیا په خپلو کارمندانو او پلویانو کی تغیر راولی؟ آیا تاسی غواړی چی په خپل ژوند، ټولنیزو اړیکو، تجارت او کارو بار کی د خلکو لخوا خوښ شی؟ آیا تاسی غواړی ښه رهبر شی؟ که مو ځواب هو کی وی. نو لاندی اساسی پرنسیپونه په پام کی ونیسی او عملی یی کړی:

غوږ نیونه:
کله چی نور خلک غږیږی نو تاسی ورته په کامل ډول سره غوږ ونیسی.  اکثریت خلک هیڅ غوږ نه نیسی. ( ارنست هیمنګ وی).

غوږ نیونه د ښو روابطو اصلی ریښه بلل کیږی. ښه رهبران د خپلو مشتریانو او راتلوونکو پلویانو غوښتنو او ضرورتونو لپاره غوږ نیسی او دهغوی ستونزی آوری. هغوی هر وخت د خپلو همکارانو او پلویانو، شریکانو، پانګه اچوونکو او رقابت کوونکو ته غوږ نیسی.

د قصی ویل:
د قصی ویل د خپلو اعمالو او نظریاتو د عملی کولو یوه  ډیره قوی وسیله ده. ( رابرت مک فی برون).

وروسته له غوږ نیونی، رهبران باید ښی قصی خلکو ته ووای تر څو خپل محصولات او تر هغه لامهه دا چی خپلی نظریی په هغوی باندی وپلوری یا ومنی. قصه ویینه هغه مهارت دی چی خلک دی ته سوق کوی تر څو په یو عمل باندی چی د رهبر په پلان کی وی د هغه په عملی کولو باندی لاس پوری کړی. قصه ویل کیدای چی په کوچنیو ناستو، لویو غونډو او جرګو یا د تلویزون او ویدیو له لاری د خلکو لپاره وویل شی. نهایت ویلی شو چی قصه ویل د مشتریانو د جزب بهترینه لاره ده.

اعتبار:
زه نن ډیره سرمایه لرم او د هغه عامل هم زما په خپل ځان باندی باور او اعتبار کول دی. که چیری زه پوهیدلی نو ما به دا کار مخکی کړی وو. ( اوپرا وینفری).

ښه رهبر هغه څوک دی چه څه وایی، هغه کوی. ښه رهبران معمولا مثبت فکر کوی او د خلکو د جذب انرژی لری. خلک، مشتریان او مطبوعات ټول کوښښ کوی چی با اعتباره رهبر بریالی شی. په تیرو وختونو که د اعتبار لپاره یو رهبر باید عام شخصیت او فردی شخصیت غوره کړی وای مګر نن ورځ ټولنیزو مطبوعاتو دا سرحد له منځه وړی دی. د سبا ورځی رهبران د هغوی د شخصیت د څرګندولو په برخه کی ډیر شفاف دی څکه هغوی خپل مسلکی او فردی شخصیت ټولو ته مخکی له مخکی د انترنت او مطبوعاتو لخوا ښودلی وی.

شفافیت یا روڼ توب:
د یوی کوچنی تجار یا کار کوونکی په توګه تاسی بل مسولیت نلری مګر د حقیقت څرګندول. ( جان وایتر).

د نن ورځی په تجارتی نړۍ که څوک هیځ شی هم نشی پټولی. آزاد والی او صداقت د کارمندانو، پلویانو او مشتریانو د خوشحالتیا لامل کیږی. هغه رهبران چی په خپلو کارونو کی روڼتیا لری هغوی ښه خوب کولی شی چی د خوشحالی سبب یی کیږی. خوشحاله رهبر معمولا ډیر پٍرکاره او ښه نتایج تر لاسه کوی.

په ټیم کی کار کول:
خلک داسی وایی چی پلانی داسی لوبه کوی، مګر د هغه بریا دهغه په ټیم یا ګروپ باندی تړلی ده. ( د سیل د ټیم د خبرو څخه)

دا فرق نکوی چی ستاسی کار و بار یا تجارت څومره کوچنۍ دی مګر تاسی هره ورځ یو د بل سره یوڅای یو کار تر سره کوی. ددی لپاره چی د یو ښه رهبر او په خلکو باندی ګران رهبر وبلل شی نو باید هر وخت کوښښ وکړی چی ستاسی پلویان، کارمندان او مشتریان وځلیږی، د هغوی مبتکرانه او نوښتنی نظرونه واوری، تواضع ورسره وکړی او په ټیم کی یوځای کار ورسره وکړی. نو تاسی ددی کارونو د تر سره کولو لپاره د یو داسی سازمانی کلتور لپاره اړتیا لری چی د هغه له طریقه تاسی وکولی شی چی د بکس د باندی یا د قطی د باندی هم فکر وکړی. یعنی ستاسی سوچ او تصور یوازی د خپل سترګو د لید په ساحه پوری محدود نه وی.

ځواب وییوونکی:
ژوند یوازی ۱۰ سلنه هغه څه دی چه تاسی ته واقع کیږی او ۹۰ سلنه هغه څه دی چی تاسی د هغه په مقابل کی عکس العمل ښیی. ( چارلس سویندل).

ښه رهبران هغه څوک دی چی خپلو مشتریان، پلویانو او راتلونکی پلویانو ته ځواب ووینکی وی. د نن ورځی په تجارتی ژوند که هر شریک کوښښ کوی چی ګټه یی زیاته شی او په یو ډول سره خپلی منافع د ټولنیز او کاری ژوندی کی مصونه کړی. نو ښه رهبر هغه څوک دی چی ټولو ته په یوه سترګه وګوری او کوم توپیرونه په منځ که رانه ولی او کوښښ وکړی چی یو ځواب وییونکی سیستم منځ ته راوړی تر څو په راتلونکی کی خلک او د هغه پلویان وکولی شی د هر اجرا شوی فعالیت لپاره ځواب وویلی شی. خواب ویینه کیدای شی د ایمل، غږیز پیغام، نوټ یا ټولینیزو مطبوعاتو څخه په استفاده خلک ته معلومات ورکړی تر څو خلک ستاسی په کړنو بد ګمانه نشی او ستاسی د فعالیتونو لپاره خنډ واقع نشی.

توافق کول:
کله چی تاسی تغیر ختم کړ نو تاسی هم ختم یاست. ( بن فرانکلن).

په ننی عصر کی تغیرات په تجارتی او رهبری کړنو کی ډیر فوری او آنی دی. ښه رهبر هغه ځوک دی چی انعطاف پذیری ولری او د شرایطو مطابق ځان او خپل پلویان عیار کړی او د موجودو فرصتونو څخه اعظمی استفاده وکړی.

مینه درلودل:
د ښه کار د ترسره کولو یوازنی لاره داده چی تاسی د هغه کار سره مینه ولری. ( ستیو جابز)

هغه کسان چی خپل کار یی نه خوښیږی او بیا هم په هغه پسی وی هغه هیځ کله هم نشی کامیابیدلی. نو تاسی د یو ښه رهبر په توګه خپل کار مو په مینه وکړی. ستاسی مینه د کار سره دا معنی ورکوی چی تاسی خپل پلویان او نور مشتریانو د دی کار لپاره هځوی.

ساده توب:
لږ د ډیر په معنی ندی مګر کافی د ډیر معنی ورکوی. ( ملتون کلاسور).

نن ورځ نړۍ دیره مغلقه او پیچیده شوی ده نو مشتریان یوازی هغه شی خوښوی چی ساده وی دا ساده ګی کیدای شی چی په ډیزان، شکل او وظیفه کی وی. د مغلقو او سختو پروژو په ساده ډول اړول د مشتریانو، کارمندانو او نور پلویانو لپاره دا فرصت ورکوی چی ستاسی د اهدافو څخه پلوی وکړی څکه هغوی ساده او د فهم وړ دی. نو د یو ښه رهبر په توګه ستاسی خبری اتری، د ژوند ستایل یا میتود او نور ټول فعالیتونه باید ساده او عام فهمه وی ترڅو ستاسی پلویان وکولی شی تاسی تعقیب کړی.

منندوی کیدل:
زه داسی فکر کوم چی تشکر ویل یو چاته ډیر لوی کار دی او خوشحالی دوه چنده کوی. ( ګل برت چسټرن).

ښه رهبران هغه څوک دی چی هر وخت د خپلو پلویانو او نورو هغه خلکو څخه د هغوی د بریا لپاره یی هڅی کړی دی ، منندوی وی او هغوی ته تشکر ووایی. که چیری تاسی د هغو خلکو لپاره چی ستاسی لپاره یی یو څه تر سره کړی تشکر وه نه وایاست نو هغوی د دوهم ځل لپاره ستاسی پلوی نکوی.

دا ټول پورته ذکر شوی پرنسیپونه غواړم په یو دیاګرام په ډول سره وښیم او زه فکر کوم موږ ددی دیاګرام په عملی کولو سره کیدای شی بریالی رهبران جوړ شو:

په پای که باید ووایم چی د خلکو سره باید داسی رویه وشی کوم چی تاسی د ځان سره غواړی  تر څو وکولی شی د یو رهبر په توګه هغه د تاسی څخه پیروی او پلوی توب وکړی.

۳ سپتمبر ۲۰۱۳ ، کابل افغانستان