په شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتكو بريد څلور كسان وژلي دي

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 6th, 2013


نن سهار په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان كې يو ځل بيا د امريكايي څارګرو الوتكو په تازه بريد كې څلور تنه شكمن كسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.

د ځآيي چارواكيو په حواله چې وايي: دغه بريد د يادې سيمې په غلام خان سيمه كې په درګو منډۍ ځاى كې رامنځ ته شوى دى، چې د ډيورنډ كرښې ته څېرمه په پنځه كيلومېټره واټن باندې پرته ده.

دوى وايي: يادو الوتكو په دغه سيمه كې په يو كور باندې دوه توغندي توغولي دي چې له امله يې ياد كسان وژلي دي.

د يادولو وړ ده چې په پاکستان کې د څارګرو الوتکو بريدونه په اتلسم جون دوه زره څلورم كال سوي دي او تر اوسه پورې لا هم دوام لري،

Copyright Larawbar 2007-2024