لغمان كي د ماين چاودني ولسي خلك ووژل
نن سهار نیږدې لس بجې د الیشنګ ولسوالۍ په کردي سالاب سیمه کې د سرک د غاړی یو ځای پر ځای شوی ماین په پلیو ملکي خلکو انفجار کړی چې له امله یې دوه تنه په شهادت رسیدلي او دوه نور یې ټپیان شوي ي.
ټپیان دا مهال د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي دغه ناوړه او غیر اسلامي عمل غندلى او د مسؤليت گوته يي طالبانو ته نيولي ده.
تر دي دمه طالبانو تر په دي هكله مالومات نه دي وركري.